IQNA

زهرا عباسي د اردن د قرآن نړیوالو سیالیو ته لیږل کیږي

8:10 - January 29, 2024
د خبر لمبر: 3488640
ایکنا- د اردن  هیواد د قرآن نړیوالو سیالیو په اتلسم پړاؤ کې  چې د سلواغې د میاشتې په وروستیو کې پیلیږي،د ایران د اسلامی جمهوریت نماینده به پکې ګډون وکړي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ټول قرآن کریم حافظه خانم زهرا عباسی به د اردن د قرآن  په نړیولو سیالیو کې دایران د  استازې په توګه شتون ولري. دغه سیالۍ د سلواغې په ۲۸نیټه پیلیږی او د کب دمیاشتې تر دریمې نیټې پورې به دوام ولري.

 میرمن زهرا عباسي به په شل کلنۍ کې په دغو سیالیو کې د ا یران د  اسلامی جمهوریت یوه ترټولو پيغله  استازې وې،هغه دمګړئ په تهران پوهنتون کې د  عربی ژبې او ادبیاتو د څانګې د کارپيژندنې یا ګریجویشن   محصیله ده.

د ټول قرآن کریم دغه حافظه تیر کال د میرمنو په برخې کې د قرآن کریم دعمومی سیالیو په پنځه څلویښټم پړاؤ کې  د ټول قرآن د حفظ په څانګې  کې دوهم مقام ګټلی ؤ او د قانون په اساس ، په اردن کې د  میرمنو دقرآن په سیالیو کې د ایران د نماندې په توګه معرفي شوې ده . میرمن عباسي سږکال هم  د قرآن کریم د عمومي سیالیو په پنځه څلویښتم پړاؤ کې  پنځم مقام ګټلی دی.

د ټول قرآن د حفظ دغه نړیواله رتبه ،دایران  او عراق د ښځينه محصیلینو  د قرآڼ د نړیوالو سیالیو  د دوهمې روتبې ترلاسه کول دي .  هغه سیالۍ چې تیر کال د الزهرا(س) پوهنتون په همت سره ترسره شوي دي.

میرمن عباسي ددې پوښتنې په ځواب کې چې  په اردن کې د ایران نمایندګانې ډيرې کمې بریالۍ کیږي، ؟ ووئيل، دا موضوع  مختلف دلیلونه لري او احتمالا  هغه سټینډرډونه چې د سیالیو دترسره کونکو دخوښې وړ په تیره بیا  په غږ او فصاحت  په بحث کې دي ، اشاره کیدلی شي. البته زه  لازیات په فني مباحثې باندې بحث لرم.

د یادولو ده چې د اردن د قرآڼ نړیوالې سیالۍ ،د میرمنو د ځانګړي قرآڼ د حفظ په څانګې کې ترسره کیږي،تراوسه پورې  ددغو نړیوالو سیالیو اولس پړاؤنه ترسره شوي دي او   په دغو زیاتره پړاؤنو کې دایران نمایندې شتون درلودلی دی. ګډون کونکي  ترټولو بریالۍ ایرانۍ میرمن  سما بابائي د قرآه کریم  نابینا حافظه وه چې د ۱۳۹۵لمریز کال په لومړیو کې  ئې لومړۍ رتبه ترلاسه کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4196363

captcha