IQNA

د عراق په رسندویو کې د ؛ اسرائيل؛ ټکی څخه استفاده ممنوع شوه +سند

8:23 - January 18, 2024
د خبر لمبر: 3488588
 ایکنا- د عراق د ارتباطاتو او رسندوي ادارې مشر ددغه هیواد په درستو رسنیو کې د ؛اسرائيل؛ له ټکي د استفادې دممنوعیّت  په اعلان سره حکم ورړی ، چې له ؛صهیونیسټي رژیم ؛عبارت څخه دې  استفاده وشي. 

ایکنانیوز د میډل ایسټ نیوزله قوله راپورراکړ، د عراق د رسندوئي او ارتباطاتو دادارې مشر علی المؤید  ددغه هیواد په رسندویو کې د ؛اسرائيل؛ له ټکي څخه د استفادې دممنوعیّت اطلاعیه خپره کدې ه.

دعراق د رسندويي او ارتباطاتو دادارې  له خوا د خپره شوي سند په اساس ،  الموید حکم کړی  په غزې کې وروستیو بدلونونو  او له صهونیستي رژيم سره داړیکو دعادي کیدا د جرم ګڼل  کیدا ته په پام سره  او دغه راز د پارلیماني غوښتنو  او په اسناني ،دیني اواخلاقی دندوباندې  په عمل سره ،د عراق په داخل او له هیواده په بهر کې  په رسندویو کې د ؛اسرائيل ؛ له ټکي  استفاده ممنوع ده.

د عراق د رسندويي او ارتباطاتود ادارې مشر زیاته کړې ده ،د ؛اسرائيل ؛ دټکي کارول  یو ډول د دوي په رسمیّت پیژندل ،تعریف او ستایل دي .

الموید حکم ورکړی چې د اسرائيل ټکي په ځای دې ؛صهیونیسټ  رژيم ؛ عبادت څخه  استفاده وشي.

دغه لیک د ۲۰۲۳کال د دسمبر په ۲۱نیټه لیکل شوی ،خو په همداوروستیو کې په رسندویو کې خپور شوی دی.

د وئيلو ده چې دعراق پارلیمان د ۱۴۰۱لمریز کال د غبرګولې  دمیاشتې په  پنځمه نیټه له ؛صهیونیست رژيم سره  داړیکو ټينګول او   عادي کولو ممنوعیّت ؛د قانون  د نامې په بدلولو پسې ،؛ له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو عادی کول جرم ګڼل ؛ په عنوان سره تصویب کړل .  ددغه قانون له تصویبیدا وروسته ، د عراق په پارلیمان کې حاضرو نمایندګانو د ؛ اسرائيلو ته د نه ؛شعارونه پورته کړل.

دغه قانونی مسوده د صدر بهیر په وړاندیز سره او دد شیعیانود ټولو سیاسی بهیرونو (دغږمله چوکاټ ائيتلاف) په ملاتړ سره پارلیمان ته معرفی شو او په اکثریتي رایو سره تصویب شو څو پهدې توګه پر هر هغه کس چې  له دغه غاصب رژيم سره د پټو ارتباطاتو هڅه  کوي ،هم لاره بنده کړي او عراق د تل لباره له صهیونیسټي رژيم سره د رابطې له ټينیګدا خوندی پاتې شي.


استفاده از واژه «اسرائیل» در رسانه‌های عراق ممنوع شد + سند

https://iqna.ir/fa/news/4194416

captcha