ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د روسیې ولسمشرولادیمیرپوټین رسنیو ته وویل: امریکا چي خپل نړیوال واک ئې له لاسه ورکړی دی، د نړۍ په مختلفو سیمو کې د تاوتریخوالو او جنګونو په رامینځ ته کولو سره، د خپلو سیالانو د کمزوري کولو په لټه کې ده.
هغه یادونه وکړه چي امریکا او د هغې ملګرې چي په اوکراین کې د زلنسکې له رژیمه ملاتړ کوي، په فلسطین کې هم د صهیونیست رژیم د جنایاتو ملاتړي دي.
د روسیې ولسمشر په غزه کې د اسرائیل د رژیم له لورې د فلسطیني ماشومانو او ښځو عامې وژنې ته په اشارې سره وویل: کله چي په خپلو وینو د ککړو ماشومانو انځورونو ته ګوري له غوصې بې تابه کیږي، خو یوازې د احساساتو ښودنه کفایت نه کوي.
پوټین زیاته کړه: فلسطینیانو سره د مرستې یوازنۍ لاره، د اسرائیل د رژیم له ملاتړو سره مبارزه ده، هغه کار چي مونږ په اوکراین کې هم ورسره ښکېل یو.
د روسیې ولسمشر وویل: هیڅ یوه پلمه د اسرائیل د رژیم له لورې د فلسطیني ښځو او ماشومانو د عام وژنې جنایت نه شي توجیه کولای، ستونزه یوازې د یوه فلسطیني هیواد په جوړېدو او رسمیت پېژندنې سره هوارېدایشي.