IQNA

په فلسطینی ټاټوبی کې بریالیتوبونه د شهید قاسم سلیمانی او شهید ابومهندس د وینې په برکت سره دي

7:37 - October 08, 2023
د خبر لمبر: 3488069
ایکنا-(عراق) د وحشي صهیونیستي رژيم  په ضد د فلسطین د مقاومتي ډلو  پروني عملیات  په سیمه ایز اونړیواله سویه د مقاومتي چورلیز د  ډلو له پراخ ملاتړ سره مخ شوي دي.

ایکنا د نجباء ویبسایټ له قوله راپور راکړ، د عراق د نجباء اسلامی مقاومتی غورځنګ  دصهیونیسټ رژيم  دجنایتونو په ضد د طوفات الاقصی نومې  عملیاتو په غبرګون کې  اعلان وکړ،نن اسلامی امت  یوه یوم الله تجروبه کړه چې  دفلسطینی مقاومتی مبارزانو او مجاهدانو وپنځوله.

ددغه غورځنګ په اعلامیې کې راغلي دي فلسطینیو مجاهدینو نن پخپل مبارک ټاټوبی کې  د نسکوریدونکي وحشی رژيم او  ددغې سرطاني  دانې د ختمیدا نښې نښانې رابرسیره کړې اوویاړ ئې درستې دنیا ته وښود. تاسو نن  په غچ اخستو سره  کلک دریدلي یاست او پر خپلې ژمنې وړاندې لاړئ  او دښمن مو شاته پریښود او  دهغوی پر سر مو پيښه کیښودله او دالله اکبر چغه مو پورته کړه.

د نُجباء غورځنګ دسیاسی شورا مشر شیخ علی الاسدي  هم په یوې وینا کې ټینګار وکړ، د صهیونیسټي رژيم دنابودۍ په باب د الهي وعدې ترټولو ځلیدونکی انځورونه ،د مقاومتي چورلیز دمیړنیو مجاهدینو په لاس  انځور شول . دغه چاره همداراز د حضرت امام خامنه اي د حکیمې رهبرۍ د بصیرت ښوده کوي چې د اسرائيلو زوال او ځوړتیا ئې  اټکل کړې ده.

د عراق الحشد العشعبی ولسی مبارز غورځنګ  په یوې اعلامیې کې روښانه کړې ده، هغه ستره بریا چې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې ترلاسه کیږي،د هغې مقدسې او اوږدې لارې نتیجه ده چې ددرستو شهیدانو په تیره بیا دبریالیتوب د شهید سردار قاسم سلیماني او شهید ابومهدي المهندس په پاکو وینو سره  چې د بې عدالتۍ ، ظلم او ستم  په وړاندې  دانسانیت او  عدالت د ملاتړ لپاره ئې په درستو جبهو او میدانونو کې  ئې خپل ژوند قربان کړی ، هواره شوې ده.

الحشدالشعبی په دغې اعلامیې کې وئيلي دی ،د فلسطین د میړنیو مقاومتي مجاهدینو  اوڅاره او  ولولناک بریالیتوب  چې په سباؤن  کې ئې د صهیونیستي شرارت  اوناامیدۍ  نه هیریدونکی ځالې په کنډوالو بدلې کړې ، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ئې دمومنانو زړونه  خوشال او تاند کړل. دغه سباؤن به د فلسطینیانو داقتدار اوقدرت  شاهد وي چې  دشمیر دکمي په دلیل تسلیم نه شول  او  له بریالیتوبونو ئې لاس وانخست،بلکې د دوي پخپله خبره ،طوفان الاقصی پيل شوی چې صهیونیسټان له ځان سره لاهووکړي  او د دوي دظلم او ستم ټغر ټول کړي او  د دوي قدرت  ناکام او د دوي پوزې په مځکه وموښي.د طوفان الاقصصی عملیات  په نیواکي قدس کې د مظلومو فلسطینیانو او د الاقصی جومات باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم  له درستو حملو اوجنایتونو سره  دمخالفت چغه او پریکنده ځواب دی.

https://iqna.ir/fa/news/4173630 

captcha