چې د هغه ژوند، معجزې، او د هغه پرضد دوښمنیانې او دسیسې بیانوي.
د قران کریم پینځمه سوره د دغه الهي پیغمبر اسماني معجزه بیانوي.
مائده د قران کریم پینځمه سوره ده او مدني سوره ده.
دغه سوره یوسل شل ایتونه لري او د قران کریم په شپږم او اوم جزونو کښې راغلي ده.
دغه سوره د نازلیدا له ترتیب سره سم یوسل دیارلسمه سوره ده چې په پیغمبر باندې نازله شوي ده.
مائده سوره د قران کریم اخري اوږده سوره ده چې د خدای پاک ج د ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ژوند په اخري ورځو کښې په هغه حضرت نازله شوه.
مائده د ډوډۍ د دسترخوان په معنا ده چې د قران کریم په یوسل دولسم او یوسل څوارلسم ایتونو کښې بیان شوي ده او هغه په بل هیڅ سورې کښې نه ده بیان شوي.
مائده د حضرت عیسی علیه السلام یوې معجزې ته اشاره کوي چې د حواریونو په غوښتنه وشوه.
حواریانو له دې سره سره چې په حضرت عیسي علیه السلام یې ایمان راوړی و، غوښتل چې له عیسي علیه السلام څخه د یوې بلې معجزې په لیدو سره د دوې ایمان پیاوړی کړي.
په همدې دلیل حضرت عیسی علیه السلام له خدای پاک ج غوښتنه وکړه چې له اسمان څخه زما د ملګرو لپاره د ډوډۍ دسترخوان راوستوي.
په دغه سورې کښې د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې او د معجزو په داستان سربیره د بني اسرائیلو قوم د سرغړونو او د ژمنو ماتولو په شمول نورو داستانونو او دغه راز د قابیل په لاس د حضرت ادم علیه السلام د زوي هابیل د وژل کیدا داستان او د غدیر خم پیښې ته هم اشاره شوي ده.
د قران کریم په دغه سورې کښې دغه راز اسلامي معارفو او عقایدو او د غلا د سزاګانو او د قصاص ، تیمم او د وضو په شان په دیني دندو او احکامو غور شوی دی.
د مائده سورې په ځانګړتیاو کښې په تقوا ټینګار شامل دی.
«واتقوالله » ټکی په مائده سورې کښې دولس ځله تکرار شوی دی چې له بلې هرې سورې څخه زیات دی.
په الهي تقوا باندې په دومره اندازه ټينګار د دې لپاره دی چې کله خلک پیسې او موقعیت ترلاسه کوي نو له خدای پاک څخه غافل کیږي او داسې کارونه کوي چې د ځان په بدنامولو سربیره د انسانانو ترمینځ اړیکو ، هغو تړونونو ته چې لاسلیک کړي یې دي او باید ورته وفاداره پاتي شي او د ټولنې اخلاقو ته هم ګوزار ورکوي.