IQNA

الازهر په روژې میاشت کې هیوادونو ته دلیږلو لپاره د مبلغانو امتحانونه پیل کړل

15:51 - March 09, 2022
د خبر لمبر: 3485512
تهران(ایکنا) –دالازهر  اسلامی څيړنو مرکز د روژې په مبارکې میاشتې کې  د نړۍ  مختلفو هیوادونو ته د لیږلو لپاره ددغه مرکز د مبلغانو امتحانونه په حضوري ډول پیل کړل .

ایکناخبري آ ژانس راپور راکړ ، دمصر الازهر  هرکال  په شعبان میاشت کې  دهغو مبلغانو چې پخپلې خوښې سره  له مصر ه بهر  د تبلیغ لپاره  ځي ، په پیل  کې  یو کتبي امتحان اخلي او وروپسې له هغو کسانو چې په دغه امتحان کې لازمې لمبرې واخلي ، نو بیا ئې د شفاهي  ا متحان او ټاکنې لپاره  خوښوي  او  که  ټاکونکی پلاوی ئې  د اخلاقي اوعلمی وړتیاؤ  او صلاحیّت لرونکی وګڼي ، نو  دهغه نامه   دالازهر دلیړونکو په لیسټ کې شاملیږي .

د الازهر داسلامی څيړنو دمرکز عمومی منشي نظیر عیاد ، دالازهر د ټاکونکو کمیټیو په باب په یو لړ څرګندونو کې ووئيل ، ددغو کمیټیو  غړي ، د  ا لازهر استاذان او علمي شخصیّتونه دي او ددغه امتحان او شفاهي  ځوابونو او پوْښتنو ترسه کولو څخه  موخه د ا ده چې   د تبلیغ لپاره  داسې کسان ولیږل شی ، چې لازمې وړتیاوې ولرل شي او  په مختلفو چارو کې د الازهر لوړه روده  په ښه ډول بیان کړي . هغه دغه راز ووئیل  دغه لیږدونکي کسان  باید د تسامح ، خبرواترو، دمخالفو لیدتوګې ته  داحترام  او په اسلام کې اکثریّت ته د احترام  او په ټولنو کې د ګډ سوله ایز ژوند  په څير موضوعګانې مسلمانانو ته بیان کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4041446 

captcha