IQNA

د کویت تاج محل، فاطمة الزهراء سلام الله علیها جومات \ فلم

15:10 - February 15, 2021
د خبر لمبر: 3484073
تهران (ایکنا) - فاطمة الزهراء سلام الله علیها جومات د آسیا لویدیځ له معروف جوماتونو دی چې د کویت په تاج محل مشهور شوې دی.

د کویت په ښار کې فاطمة الزهراء سلام الله علیها جومات د لویدیځې آسیا له ښکلې جوماتونو شمیرلې کېږي چې د ځانګړې معماري او په هند کې له تاریخي تاج محل سره د شباهت له کبله د کویت په تاج محل هم معروف دي.
د دې جومات د جوړولو کار په ۲۰۰۸ کال کې پيل شوې و او په ۲۰۱۱ کال کې ترسره شو. دا جومات له ۴۰۰۰ زیات لمونځ کونکو ځای لري. د دې جومات څلور منارې ۳۳ مټر طول لري او یو ګنبد هم چې عرض یې ۱۶ متر او ارتفاع یې ۲۲ متر دی او د جومات ښکلا یې زیاته کړې ده.
په دې جومات کې پکار شوې سنګ مرمر له ایران وارد شوی او هندي او ایراني صنعتګرانو د اته میاشتې په موده کې پر دغه سنګ مرمرو کار کړی تر څو دوي هغه په جومات کې د استفادې لپاره تیار کړ.
له جومات سره نږدې یو کتابتون او د ښځو لپاره د غونډې ځای هم شته او د دې جومات په پارکینګ کې تر ۱۰۰۰ موټرو ودرولو ځای موجود دی.

3953056

captcha