د السومریة د خبرونو له ویبپاڼې څخه په نقل، د عربستان یو خبریال وحید الغامدي له نورو هیوادونو څخه د عمرې د مراسمو لپاره د حاجیانو عربستان ته راتللو باندې د مخنیوي غوښتنه وکړه.
هغه په خپل ټویټر کښې څرګنده کړه: دوه اونۍ وروستو د رجب میاشتې د عمرې وخت رسي، چې په دغه کښې ډېر زیات مسلمانان ګډون کوې، په داسې حال کښې چې د کورونا ویروس په بېلابېلو هیوادونو کښې خپور شوی دی.
د چین له هیواد څخه بهر په هیوادونو کښې د کورونا په ککړو کښې زیاتوالی سبب ګرځي چې د غامدي په غوښتنه د مکې په ښار کښې د ویروس له خپرېدو څخه مخنیوي لپاره چې د بیلابیلو هیوادونو د حاجیانو د غونډې ځای دی، د پام وړ وګرخي.
د عربستان یو لیکوال اریج الجهني هم په دې اړه د غامدي په غوښتنه باندې ټینګار سره وویل: نه یواځې د عمرې لپاره بلکې ټول غیر ضروري سفرونه باید لغو شي.
3881326