IQNA

فراه کې د چورلکې د لوېدو له کبله جګپوړی افغان چارواکی وژل شوی

21:30 - October 31, 2018
د خبر لمبر: 3481632
نړیواله ډله: د افغانستان سوېل لوېدیځ فراه ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، په دې ولایت کې یوه چورلکه د هوا خرابې له کبله لوېدلې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د فراه سیمه ییزو چارواکو ویلی؛ پېښه کې د ولایتی شورا مشر فرید بختور، ددې شورا غړې جمیله امینی، په لوېدیځ کې د ۲۰۶ ظفر قول اردو مرستیال نعمت الله او د دوو پیلوټانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوی.پېښه کې د فراه د ولایتی شورا اوسنی غړی خیر محمد نورزی هم وژل شوی.
طالبانو ادعا کړې چې دا چورلکه د دوی کسانو ویشتلې ده. اناردره د طالبانو لاس کې ده.
ښاغلی مهری زیاتوی، چورلکه نن ګهیځ شاوخوا نهه بجې د فراه اناردرې ولسوالۍ "جال غازی" سیمه کې هرات ته پر لار ولوېده.
نوموړی وایی، خرابه هوا د چورلکې د لوېدو لامل شوې ده.
د روان کال د وږی پر ۲۴مه هم فراه کې له مهماتو یوې بار د ملی اردو چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه، او بیا مهمات پکې چاودلی چې چورلکه ویجاړه شوه او پنځه کسان پکې ووژل شول.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i77752
captcha