قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان بلوچستان ولایت شیعه کانفرانس مشر سید داود آغا، خپلې مطبوعاتی بیانیه کې د شیعیانو اتم امام حضرت علی بن موسی الرضا علیه السلام زوکړې ورځ مبارکتیا سره د امام ښودنې د اسلام خپرولو او معرفی اصلی سبب وټاکلو او زیاته یی کړه: که چرې مونږ د دې امام په ښودو باندې عمل وکړو، نو بیا د اسلامی فرقو ترمنځه د ډله ډلبندی لپاره هیڅ ځای نه پاتی کېږی.
سید داود آغا زیاته کړه: امام رضا علیه السلام اسلام په ډېرې ښه طریقې خپور کړو او چې کله خلک د هغوی د ښودو نه خبر شو نو اسلام یی له زړه نه قبول کړو.
هغه په دې هیواد کې د پاکستان ځواکو عملیات ولمانځل او د ځواک نه یی غوښتنه وکړه چې د بلوچستان په ولایت کې هم عملیات شروع کړی.
سید داود آغا د پاکستان د ځواک مشر جنرل راحیل یو الګو وټاکلو او د تکفیریانو او ترهګرو په خلاف د عملیاتو سبب یی د هغه کوښښ او کار وټاکلو.
یادښتونه، د بلوچستان ولایت په خوا کې په دې اخیرنی کلونو کې په سلګو شیعیان د ترهګرو او تکفیری ډلو له اړخه په شهادت رسېدلی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3354307