IQNA

آیت الله اراکی د مقاومت عالمان د کانفرانس په پرانیستې مراسم کښې:

د اسلامی وحدت په دعوت کښې عالمان په سر کې دی

23:12 - July 31, 2015
د خبر لمبر: 3337171
خارجی څانګه: د اسلامی مذهبونو د نیږدېښت نړیواله ټولنه مشر تاکید وکړو: عالمان د وحدت او مسلمانانو ته اتحاد دعوت ورکولو کښې له ټولو په سر کېدئ.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د نیږدېښت خبرونو نه په نقل، د اسلامی مذهبونو د نیږدېښت نړیواله ټولنه مشر او د مقاومت عالمان اتحادیه د مشر مرستیال آیت الله محسن اراکی د مقاومت عالمان اتحادیه عمومی ړومبنۍ غونډی پرانیسته مراسم چې د لبنان پایتخت بیروت کښې پیل کېږی، خپل تقریر کښې وویل: هغه ژمنه چې الله د خلکو نه اخیستلې، د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه و آله اطاعت، د عدالت پیل کول، د حق مرسته او له ظالم سره مقابله ده.

هغه دې وینا سره چې عالمان د وحدت او مسلمانان اتحاد ته رابللو کښې له ټولو وړاندې دې زیاته کړه: مونږ په دې سبب عالمان دعوت کړی چې هغې د الله دا ژمنه ریښتونې کړی.

د نیږدېښت نړیواله ټولنه مشر څرګنده کړه: د الله او د هغه د رسول نه اطاعت کښې تلوالې او د عدالت، حق او مظلومانو سره مرسته د اسلام مهم رسالت دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3336271

captcha