IQNA

د پاکستان «وحدت مسلمین» مجلس استازی:

شیعه او سنی د ترهګرو سره مقابلې لپاره متحد دی

23:08 - July 23, 2015
د خبر لمبر: 3332392
خارجی څانګه: د پاکستان وحدت مسلمین مجلس استازی تاکید وکړ: د پاکستان اهل تسنن امنیتی ځواک شهید طالب حسین بهادرې سره خپل ځان قربانولو سره دا څرګنده کړه چې شیعه او سنی د ترهګرو سره د مقابلې په لار کښې متحد دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا غربی څانګه، د بلوچستان ایالت شورا استازی او د مجلس وحدت مسلمین پاکستان غړی آغا سید محمد رضا سره د پلاوی د «طالب حسین» شهید کورنۍ ته د فاتحه لپاره د دغه ایالت جامع جومات «المصطفی(صلی الله علیه و آله)» ته تللې وو.

هغه د شهید طالب حسین چې یو د ځان وژونکې مخ نیوې کې ځان قربان کړی وو، بهادرې او ځان قربانول یی ولمانځل او وې ویل: طالب حسین د یو سنی په عنوان سره د «بروری» سیمې په سلګونو شیعیانو ژوندون بچ کولو سره ثابته کړه چې شیعه او سنی سره برابر د ترهګرو مقابلې لپاره متحد دی او د پاکستان هیواد به له  تکفیریانو نه پاکه وی.

په دې مراسم کښې د پوځ مشر، مشر وزیر(وزیر اعلی) او د پاکستان مختلفو مقاماتو ګډون وکړو او د شهید طالب حسین فداکارې یی ولمانځله.





یادښتونه: د اختر په شپه یو تکفیری چې د زنانه جامه یی اغوستلې وه ځانمرګې چاودنې لپاره د پاکستان بروری سیمې شیعه بازار ته راغلې وو چې د پاکستان امنیتی ځواک طالب حسین د هغه مخنیوې وکړو نو هغه ځانمرګی برید وکړو.

په دې چاودنه کښې د امنیتی ځواکونو دو کسان سره د طالب حسین شهید او څلور تنه ژوبل شو.

د امنیتی مشرانو د وینا په رڼا کښې که دا کس د بروری بازار دې رش کښې ځانمرګی برید کړی وې نو د سلګونو کسانو ژوند ته خطره وه.

د «جهنګوی» ترهګرې ډلې د دې برید مسؤولیت په غاړه اخیستلې.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3331901

captcha