IQNA

په قرآن کریم کې نظم او انضباط

8:13 - April 15, 2024
د خبر لمبر: 3489047
ایکنا – قرآن کریم  د طبیعت په پنځون کې تکویني نظم ته په اشارې سره، دهغو ارزښتونو ،خلقیاتو او دستور االعمولونو ته دعوت ورکول کیږی چې  انسان  نظم او انضباط او منظم شونې ته اړباسي.

قرآن کریم  دوه ډوله تشریعي او تکویني منظم شونې ته اشاره کوي، لومړۍ دا چې  د پنځون اساس پر نظم ولاړ دی او په ټولو شیانو کې دقیقه پلانونه ااوتقدیر شته دی؛ خَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا» (فرقان: 2).

 له انسان سره ددغه تکویني نظم د  ارتباط اړخ دا دی چې هغه پر مځکه دخدای جانشین دی او  لازمه ده  هغه  دخلیفه په ځاي په الهی  اوصافو وپوښل شي ، له دې امله ضروري ده چې د هغه په ژوند کې  هم حکممت، نظم او ترتیب  جاري شي.

دوهم نظم د اسلام په شریعت کې دی ،  چې  له دوو منظرو  د انسان په ژوند کې  په انضباط کې  اغیزې شیندی ، نومړۍ  هغه سپآرښتنه او سفارش دی چې په مستقیم ډول   د مسلماننو په چارو کې د تدبیر او پلانونې او نظم پّ باب دی. دوهم د اسلامی دستوراتو او احکامو دټولګې عملي اغیزې دي چې لامل کیږي،مسلمانان یو خاص  نظم او دقیق پروګرام  خپل کړي. په بله معنا ،که انسان خپل ژوند داسلامی تفکر په اساس منظم کړي  او هڅه وکړي ، چلند او کړچار ئې د اسلام ددقیق پروګرام په اساس شي، نو یو فکري او چلندي نظم پيداکوي.

د مثال لپاره  قرآن کریم تل خپل پیروکار  الهي حدودو رعایتونو ته بولي او   له مجازو پولو څخه ورآخوا تیري څخهئې منع کوي. لکه  څنګه چې د قرآن کریم د بقرې سورې په ۲۲۹ آيت کې ر اغلي دي ؛  تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ» (بقره: 229). بل مثال ئې دینی  پروګرامونو ته وخت ټاکل شوی دی. د مثال  لپاره ،د لمانځه په څير د عبادتونو  دترسره کولو لپاره  وخت او یو دقیق پروګرام منظم شوی دی ؛ أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ» (اسراء: 78).

همداراز د روژې ساتلو لپاره د رمضان مبارکه میاشت ټاکل شوې ده چې یو مشخص پیل او انتها لری (بقره۱۸۷).

مومنان همداراز  په اجتماعی چارو کې منظم او غږمله دي او ټول کارونه ئې په تیره بیا  په مهمو او برخلیک ټاکونکو مسئلو کې یوازې د ټولنې د رهبر په اذن سره    خپل کارونه ترسره کوي. که یو انسان  په دغو شرائطو عمل ونه کړي، نو د حقیقي مومنانو په لیکه کې نه راځي  إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَی أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّی يَسْتَأْذِنُوهُ» (نور: 62).

امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام  محمد بن ابی بکر ته فرمائي؛ لمونځ پخپل وخت ادا کوه او دتسلۍ لپاره  دا مخکې کوه او نور کارونه بیا وروسته کوه   او پوهه شه چې ستا ټول کارونه د لمانځه تابع دي *  له دې امله د پنځه وخته لمونځونو  قایمول په شپې ورخې کې د انسان د چارو په منظمونې سره ترسره کیږي.  په لمانځه کې  د اعمالو ،ذکرونو  او چلند ترتیب زده کول او ورباندې عمل کول  او  دهغو  مقدماتو خپلول  یوډول  دانسان د ذهن  د انتظام او د تربیت سبب کیږي. حتی په ډله ایز  توګه دجماعت  اقامه کول هم یو ډول په غږملتیا او نظم مشتمل  مشق او عمل دی.

لکه څنه چې په نهج البلاغې کې هم  فرمائيل شوي دي،؛

* «صَلِّ الصَّلاةَ لِوَقتِها المُؤَقَّتِ لَها، ولا تُعَجِّل وَقتَها لِفَراغٍ، ولا تُؤَخِّرها عَن وَقتِها لِاشتِغالٍ، واعلَم أنَّ کلَّ شَی ءٍ مِن عَمَلِک تَبَعٌ لِصَلاتِک» (نهج‌البلاغة، نامه ۲۷).

captcha