IQNA

په مسجد الحرام کې په رمضان میاشتې کې اعتکاف کونکي دوه برابره زیات شوي دي

14:28 - March 25, 2024
د خبر لمبر: 3488939
 ایکنا-  د هغو کسانو شمیر چې سږکال  د مسجد الحرام د رمضاني اعتکاف په دستورو کې  ګډون کولی شي،د تیر کال په نسبت دوه برابره زیات  دی.

ایکنانیوز د جی نیوز  له قوله راپور راکړ،  دعربستان یوه  حکومتي چارواکي ووئيل،سږکال د روژې په مبارکې میاشتې کې د دغه جومات  داعتکاف په دستورو کې کابو شپږ زره کسان  ګډون کولی شي.

د جومات د تولیّت  سلاکار او د ارشاد دبرخې مشر عبدالمحسن الغامدي  په یولړڅرګندونو کې ووئيل، دغه شمیر  دتیر کال په نسبت په سلو کې سل زیاتوالی ښئ.

 الغامدي زیاته کړې ده، میرمنو ته هم د اعتکاف له ونډې زر تنه برخه بیله شوې ده.

 د هغه په وینا،سږکال دمجسد الحرام درې پوړه،د اعتکاف په دستورو کې ګډون کونکوته بیّله شوي دي.

 اعتکاف معمولا د روژې دمبارکې میاشتې په وروستیو لسو ورځو کې ترسره کیږي.

 د مسجد الحرام  په اعتکاف دستورو کې د ګډون لپاره دنامو ثبتول ، د روژې دمبارکې میاشتې له  اوه مې ورځې پيل شوي دي او د ظرفیّت تر بشپړتیا پورې به دوام ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4206874

captcha