IQNA

په سویډ کې د قرآن سوځونې په خلاف غونډه جوړیږي

19:45 - July 08, 2023
د خبر لمبر: 3487596
ایکنا-(سویډ) د سویډ اسلامی ټولنو  په سټاکهم کې د قرآن سوځونې او د اسلامی ضده خوځښټونو دزیاتیدا په ضد داعتراضه ناستې په خاطر د غونډیدا  بلنه ورکړې.

 ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د سویډ په سټاکهم کې د امام علی(ع) اسلامی مرکز په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې سبا یکشنبې ورځې یعني د جولائي په نهمه نیټه د ورځې یوه نیمه بجه،په سټاکهم کې یو سیمنار جوړیږي.

ددغه سمینار دترسره کیدا ځاي،د سټاکهم ښار په مکرز کې د قرآن کریم د سپکاوي هماغه ځاي   چوک ( Medborgarplatsen)اعلان شوی  او په دې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

څه موده مخکې د قرانۍ د لوي اختر د چټئ په لومړۍ ورځې یو افراط پال  او زوړپال په همدغه چوک کې د اسلامی سپيڅلتیاؤ سپکاوی وکړ او آسماني کتاب قرآن مجید ته ئې اور اچولی ؤ چې د اسلامی نړۍ او د پتمنو ملتونو سخت او جدي غبرګون ئې درلودلې چې دغه غبرګون هماغه راز دوام لري.

د سویډ د اسلامی ټولنو په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،باید په اروپا په تیره بیا په سویډ کې  ددغه شان سپيرو او کرکه رامینځةکونکو اقداماتو مخنیوی وشي اود اسلام د یووالي او اتحاد غواړي دین  اصلي ماهیّت نندارې ته وړاندې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4153352

captcha