په فلیپین کې د ایران کلتوری سازمان مشر د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) ته مرکه کې وویل: دا مقابلې په ۲۹ آبان باندې د ایران او فلیپین د دوستي انجمن په همکارۍ سره د مانیل ښار مهارلیکا کوڅې په آبي جومات کې واقع د حضرت محمد صلی الله علیه و آله په دارالقرآن کې پيل شوي.
له ۵۰ نه زیات قرآنی محصلان د مانیل په حضرت محمد صلی الله علیه و آله دارالقرآن کې د قرآن کریم حفظ په مقابلو کې شتون لري.
په دې مقابلو کې د ۱۲ نه تر ۱۸ کلنه ماشومان او ځوانان حافظان د یو سپارې حفظ ، د دوه او درې سپارو حفظ کولو مقابلې کې ګډون کوي.
د ایران کلتوری سازمان مشر محمد جعفري ملک، د دې مقابلو شورو کېدو په اړه خپلو خبرو کې د قرآن کریم د قرائت او د تلاوت په اړه وویل: د قرآن کریم د قرائت یوه ګټه د رسول الله صلی الله علیه و آله د وینا په رڼا کې له فتنه څخه لرې کېدل دي.
هغه زیاته کړه: کله چې فتنه په ټولنه ته را ننوځئ او د اصلی اسلام له دروغجن اسلام څخه پېژندنه نه کېږي نو باید د قرآن کریم سره اړیکه واخلې او قرآن ولولې؛ البته چې تلاوت په آیتونو باندې تدبیر سره وې نو ډېر سودمند وي.
د مقابلو په ادامه کې د ځوانانو قاریانو تلاوت شورو شو او په اخیره کې ټولو ګډون کوونکو ته هدیه او په مقابله کې د ګډون یادګار او ګټونکو ته ارزښتمن نغدي جایزې اهدا شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3655297