ایکنانیوز راپور راکړ،د ایران دپیشوا ولسوالۍ له خوا د افغانستان دنړی الو قاریانو په تلاؤت سره او د سید الشهداء امامباړې د پلاوي او د پیشوا ولسوالۍ د خاتم الانبیاء د دارالقرآن له خوا د د شعبانیه نیکمرغه اخترونو په مناسبت له قرآن کریم سره دانس محفل ترسره کیږي.
دغه قرآني محفل د افغانستان د نړیوالو قاريانو شیخ عبدالکبیر حیدري ، سید سبحان حسینی او رضا خاوري په تلاؤت او د طاهر کریمي په اجرا سره ترسره کیږي.
ددغه محفل پیل د افغانستان د یوه ځوان قاري محمد جعفری خاوري او محمد صالح جعفري په تلاؤت سره ده . په دغه قرآني محفل کې د مینه والو لپاره شتون آزاد دی .
ټاکل شوې ده د شعبانیه نیکمرغه اخترونو قرآني محفل د سلواغې دمیاشتې په ۲۸ نیټه له ماښام اوو بجو څخه د پیشوا افغان مهاجروپه سید الشهدا حسینیې کې ترسره کیږي، پیشوا سید الشهدا حسینیه ،د ایران د تهران ولایت د پيشوا ولسوالۍ ، خیابان فلسطین او کوچه ورزش کې واقع ده