د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب د کابل په غونډه کښې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د استازو شتون د دې ښودنه کوی چې دغه هېوادونه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د دغه هېواد د مشکلاتو د حل لپاره هوډمن دی.
په کابل کښې د سیمه ایز تماس ډلې د غونډې په پای کښې په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د ایران پرس خبری اژانس د پوښتنې په ځواب کښې د ایران په نوښت د دغه غونډې د اهمیت او پیغام په اړه وویل: د کابل په غونډه کښې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د استازیو شتون د دې ښودنه کوی چې دغه هېوادونه د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د دغه هېواد د مشکلاتو د حل لپاره هوډمن دی.
په افغانستان کښې د ایران سفیر زیاته کړه: د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو جغرافیائی او کلتوری ورته والی او د افغانستان په بدلونونو کښې د دغو هیوادونو نفوذ ته په پام سره د افغانستان د سیاسی، امنیتی او اقتصادی وضعیت په ښه کولو کښې مهم رول لوبولی شي .
کاظمی قمی وویل: د څه د پاسه نیمې پیړۍ د مداخلې او نیواک تجربه په تیره بیا د امریکا شل کلنه نیواک یوازې د افغانستان لپاره تباهی راوړی ده او دغه هیواد له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی.
کاظمي قمی زیاته کړه: نړیوالو ته د کابل د غونډې پیغام دا دی چې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه له افغانستان سره د مرستې په سر کې دي او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ دغه هېوادونه کولای شي افغانستان سوکالۍ او ثبات ته ورسوي.
په افغانستان کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر په دې خبرې سره چې د افغانستان په هکله به د سیمه ایزتماس د ډلې غونډې د ایران په نوښت سره دوام ولری، وویل: په افغانستان کښې د امنیت او ثبات د تامین لپاره د سیمه ایزو همکاریو زمینې باید پوره شی اود افغانستان له واکمنانو سره د سیمه ییزو همکاریو لپاره د یوې ځانګړې کمېټې جوړول عملي شي.
د افغانستان لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی همداراز په افغانستان کښې فارسی ژبه او مذهبی مشترکات د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه پانګه وبلله .
د سیمې د هیوادونو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خاصو استازیو په شتون سره د نړیوالې تماس ډلې لومړۍ غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په نوښت جوړه شوه.