IQNA

دافغانستان په هرات کښې د هزاره قوم د وګړو نسل وژنه او د طالبانو شکمنه چوپتیا (مقاله)

15:54 - December 04, 2023
د خبر لمبر: 3488371
ایکنا-(کابل) د افغانستان په هرات ولایت کښې په شیعه میشته سیمو کښې د دیني علماو د ټرور او د ناامنۍ له دوام وروسته د دغه ولایت د خلکو اعتراضونه هماغه راز دوام لري.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د ا فغاستان د هرات ولایت خلکو مظاهرې وکړې چې خپل اعتراض د طالبانوغوږونو ته ورسوي چې د خلکو د امنیت د تامینولو لپاره د خپلو ژمنو د اجرا کولو هڅه کوي.

په هرات ولایت او جبرئیل ښارګي کښې په هدفمنو وژلو کښې د پام وړ ټکی چې اکثره پکښې په دیني علماو باندې حملې کیږي دا دی چې هیڅ ډلې د دغو وژلو مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی او هماغه راز د ناپيژاندو کسانو په نوم سره په افغانستان کښې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.

د سیاسي چارو کارپيژاند «مولوي مفلح» په دې هکله وايي: دغه ټکی چې ناپیژانده ډله په یوې کوچنۍ جغرافیايي محدودې کښې هدفمن ټرورونه کوي چې د پیژندلو وړ هم نه ده منل یې ډیر سخت دي.

طالبان چې له دا ډول عملیاتو سره بشپړه اشنايي لري او استخباراتي او عملیاتي اداره لري واقعا په هرات ولایت کښې د  خلکو او د علماو د وژلې د عواملو په پيژندلو او نیولو کښې ناتوانه دي؟ داسې مهمه پوښتنه چې د افغانستان په بیلابیلو ټولنو کښې مطرح ده.

له دې کبله د افغانستان د هرات ولایت خلکو په تیره بیا ښځو په واټونو کښې په پراخ شتون سره د هزاره قوم د غړیو امنیتي حالت ته د طالبانو په بې پامۍ سخت اعتراض وکړ.

د افغانستان ځینې رسنې  هم د خلکو په تیره بیا د ماشومانو او د ښځو په وژلو کښې د ترهګرو ډلو د جنایتونو په دوام باندې د اعتراض په نښه د هرات ترهګرې حملې د هزاره قوم د نسل کشۍ په توګه یادوي ځکه چې په بشپړه ډول ښکاره ده چې ترهګر په هدفمن ډول عملیات ترسره کوي.

هغه څه چې په ترهګرو عملیاتو کښې اندیښمنونکي دي دا دي داسې ښکاري په افغانستان کښې یوشمیر لاسونه شته چې د سیمو د نفوسو جوړښت ګډوډ کړي او د دغه اقدام یوه لاره چاره د ویرې او د رعب رامینځته کول دي چې د سیمې خلک خپل کورونه پریږدي.

ځکه داسې ښکاري د افغانستان د طالبانو حکومت په بیلابیلو سیمو کښې په ټولنیز ډول د قومي او د مذهبي لږکیو شتون ته چندانې ګروهنه نلري او دغه احتمال چې د افغانستان په شمال او لویدیځ کښې د نفوسو د جوړښت د بدلولو لپاره حساب شوي حرکتونه په جدي ډول روان دي له ذهنه لیرې خبره نه ده.

هغه کسان چې دغه سیاست تعقیبوي د ویرې رامینځته کول د ځايي خلکو په کوچولو کښې یو مهم عامل ګڼي.

د سیاسي چارو کارپيژاند« اسد الله بشیر» په دې هکله وايي: د ترهګرو ډلو جنایتونه چې په افغانستان کښې په هر هدف سره ترسره کیږي باید د طالبانو له بې پامۍ سره مخامخ نشي ځکه چې  د دغه ډلې چې ځان د افغانستان واکمنه ګڼي یو تر ټولو مهم مسوولیت د خلکو د امنیت تامینول دي او  طالبان په دې زمینه کښې خپله کمزورۍ نندرې ته وړاندې کوي.

اوس دغه کمزورۍ قصدي یا غیر قصدي ده عمومي اعتراضونه طالبانو ته متوجه کوي او په افغانستان کښې عمومي هیله دا ده چې طالبان د خپلې ژمنې د اجرا کولو لپاره د خلکو د امنیت د تامینولو هڅه وکړي».

په هر حال ویل کیږي د هرات ولایت خلکو د امنیت په تامینولو کښې د طالبانو په سستۍ  او د هزاره قوم او د شیعه مسلمانانو د  کړه ئیزو وژلو په وړاندې په معنادارې چوپتیا باندې اعتراض کښې تر دوو ورځو پورې د خپلو وژل شویو کسانو خاورو ته له سپارلو ډډه وکړه او په نهایت کښې په هرات کښې د طالبانو د والي «نور احمد اسلام جار» په هڅې سره په تیرې شنبې ورځ د وژلو شویو کسانو مړي خاورو ته وسپارل شول چې دغه ولسي کړچار او غبرګون د طالبانو لپاره روښانه پیغام لرلی شي او طالبان نشي کولای د تل لپاره د ترهګرو حملو په وړاندې بې تفاوته پاتې شي.

په همدې دلیل د هرات ولایت اعتراض کونکو د وروستیو وژلو په تیره بیا په شیعه علماو باندې د ترهګرو حملو د  مسوولو کسانو د نیولو او د سزا کولو د غوښتنې په ترڅ کښې د هرات له والي څخه د ښار د امنیت د تامینولو په هدف سره خلکو ته د وسلو د ورکولو غوښتنه کړي ده.

د وسلو د سپارلو دغه غوښتنه وروسته له دې وشوه چې د افغانستان خلک په تیره بیا شیعه میشته سیمې داسې احساس کوي چې یا طالبان د امنیت د تامینولو توان نلري یا دا چې په یوه چوکاټ کښې ترجیح ورکوي د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په هرات ولایت کښې د هدفمنو ټرورونو او د وژلې د دوام تماشه کونکي ووسي چې هغه احتمالي پلانونه او طرحې چې په هدفمن ډول د اجرا په حال کښې دي بشپړه شي.

دا په داسې حال کښې دي چې پراخو عمومي اعتراضونو ته په پام سره داسې نه ښکاري چې طالبان وکولای شي د اوږې مودې لپاره د دغو هدفمنو جنایتونو د دوام په وړاندې چوپتیا غوره کوي او د دغو وژلو عوامل ونه پيژندي او ویې نه نیسي.

 https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142632

captcha