ایکنانیوز د مراةالبحرین له قوله راپور راکړ، د بحرین یو روحانی او دینی شخصیّت علامه سید عبدالله الغریفي د دبحرین ددرستو شیعه اوسنی مسلماننو له خوا د یوې داسې واحدې اعلامیې د خپریدا غوښتنه وکړه چې ددغه هیواد دوحدت او ددغه هیواد د عالمانو د اتحاد او د خلکو دیووالی سبب شي.
علامه صیب ټينګار وکړ، دغه اعلامیه دهغو کسانو لپاره لوي پیغام دی چې اختلافاتو درز او نښتو ته ئې امیدونه لرلی دي.
الغریفی چې په القفول سیمې کې ئې په امام صادق جومات کې وینا کوله ووئيل، که د غزې دغمیزې په حد کې یوه غمیزه هم مونږ سره متحد نه کړي،که د واړو ماشومانو وینه مونږ سره متحد نه کړي ،که دمیرمنو وینه مونږ سره متحد نه کړي ،که د تپیانو هغه بې کسه چغې مونږ سره متحد نه کړي ،که دزندانیانو چغې مونږسره متحد نه کړي ،که د وحشي جنایتکارو په لاس ترسره شوي جنایتونوه اووحشي ډوله قتل عام مونږ سره متحد نه کړي،که د صهیونیسټانو له جنایتونو څخه د سترو قدرتونو ملاتړونه مونږ سره متحد نه کړي ،چې لږترلږه د فلسطین د مظلوم ملت دلپاره هم متحد نه کړي چې د خپل عزت ،شرافت او د لومړنۍ قیبلې د آزادولو لپاره مبارزه کوي، او د خپلې خاورې دیوې یوې چپې دساتلو لپاره مبارزه کوي ،نو بیا به مونږ څه شی سره متحد کړي.؟یاید درست اسلامی امت په خود کې شي او دخپلوراتلونکو نسلونو د خوندي ساتلو او دخبل عاقبت بخیرئ لپاره دې سره یو موټي او ویښ شي.