IQNA

په فرانسې کې د مسلمانانو په خلاف د توکمپالنې په ضدهیڅ اقدامات نه کیږي

8:28 - November 21, 2023
د خبر لمبر: 3488305
ایکناـ(پاریس) په داسې حال کې چې  په فرانسې کې د مسلمانانو په ضد توکمپالنه په زیاتیدا ده ، دفرانسې حکومتي ادارې  له دغې سپیرې ښکارندې سره هیڅ ډول جدي چلند نه کوي.

ایکناد اوروباالعربی له قوله راپور راکړ، په وحشي اسرائيلیانو باندې د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس  د طوفان الاقصی عملیاتو  پسې د فلسطینیو مبارزانو له دغې حملې څخه  په فرانسې کې د مسلمانانو په ضد د لمسؤنکي وسلې په توګه استفاده شوې او له یهودیّت سره د مقابلې د ادعا په مطرح کیدا سره    له هغو اقداماتو سره  چې د فرانسې  د مسلمانانو په ضد دتوکمپالنې په چوکاټ کې ترسره کیږي،د فرانسې د رسمي ادارو له خوا هیڅ ډول جدي  چلند نه کیږي.

د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت د ادعا په اساس د فلسطین د طوفان الاقصی عملیاتو له وخت راهسې په فرانسې کې د یهودی ضد نظر څرګندونو او او یا اقداماتو یو زر پنځه سوه اتلس موردونه ثبت شوي دي چې د ۲۰۲۲کال  په مقابل کې درې برابره زیات دي .

د ملی غونډیدا ګوند مشر (پخواني ملی جبهې ) مشر جرډن بارډلا  له کومو سندونو او مدرکونو پرته  ددغه شان اقدامات یعنی له یهودیّت سره مقابلې په باب اقدامات  دوی د خپلو  هغو ادعاګانو په لړ کې مطرح کوي،  چې د سیاسی اسیلام له پنځیدا سره ئې اړوندوي  چې د هغه په وینا په ډيرو کوڅو کې ئې ریښې خورې ورې کړی دي.

د فراسې داسلامی عبادت د رهبرۍ شورا یوه مسئول او له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مبارزې د تنظیم (OCI)مشر عبدالله زکری  په یولړڅرګندونو کې د هغه وضعیّت په محکومولو سره چې  د مسلمانانو لپاره رامینځةشوی دی ،د هغه څه په باب چې په فرانسې کې ئې د مسلمانانو په ضد  نفرت خورونې ته د لمن وهلو لپاره  په منیځني ختیځ کې له تاؤتریخوالي ناوړه استفاده بللې ده ،خبرداری ورکړ.

هغه ووئيل، مونږ غواړو، د یهودی ضد اقداماتو د شکمنو کسانو نامې معلومې کړو څو پوهه شو چې آیا دوي واقعا  فرانسوي مسلمان هم دي یا هغه توکمپال  دي چې د بهرنیانو په ضد په دغه شان اقداماتو لاس پورې کوي.

د فرانسې د  اسلامی دیانت شورا  په یوې اعلامیې کې دی له یهودیت سره د مقابلې په ضد په لاریون کې چې  د  اسرائيلي برمته شوو کسانو په خوشی کیدا  لپاره ترسره شوي  وه   له ګډونه  په ډډه کولو  سره ټينګار وکړ  چې  د عمل دغه نوښت  د ټولنې له وحدت سره هیڅ مرسته نه کوي ،ځکه  په دې کې   فرانسې ته  له اسلامه د ویرونې دپروسې د بیرته ستنیدا په باب سترګې پټې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4183175 

captcha