IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/33

د پخوانیو خطي نسخو ارزونه

13:41 - November 20, 2023
د خبر لمبر: 3488297
ایکنا-(تهران) د ؛اموي پړاؤ قرآنونه،د د ترټولو پخوانیو مصاحفو په باب  کې یوه سریزه ؛نومې کتاب د فرانسې  دیوه مشهرو څيړاند فرانسوا دروش  یو ترټولو مهم اوسمهاله  کتاب دی ، دقرآن د خطي نسخو  په باب. دغه کتاب د اوسمهماله پړاؤ یوه ترټولو مهم څيړنه شمیرل کیږي چې د قرآڼ د خطي نسخو لومړنۍ ارزونې ته ئې مخه کړې ده.

ډآکټر فرانسوا دروش  د اموي پړاؤ د قرآنونو  په موضوع سره ، د قرآني مطالعاتو د تولنې (IQSA) له خوا  له کیټ ساموئل سره په یوې مرکې کې  خپلې نظر ښودلی دی. دروش په دغې مرکې کې ادعا کوي چې د اموي پړاؤ نسخو د قرائت پر پراختیا ډيرې اغیزې شیندلي دي او ښئ چې د امویانو دحکومت په لومړیو لسیزو کې  خطي نسخې کمزوري  وې.

دروش بیا وائي ، چې نیّت ئې درلود ،د امویانوپړاؤ په لاپراخې زمینې کې وارزوي او تائيدوي چې  په هغه پړاؤ کې کارول شوي مواد ، په تاریخ کې ثبت شوي نه دي او د تاریخ حصه جوړه شوې نه ده ،په همدې خاطر په پیل کې باید  په څه دپاسه  درو لسزو کې د  نه خپرو شوو خطي نسخو  تاریخونه ئې ارزول . همدغه مسئله سبب شوه،هغه د قرآن کریم د خطي نسخو په باب پخپلې پخوانۍ طبقه بندۍ کې خپل نظر بدل کړي. د مثال لپاره، هغه باید د پخوانیو خطي نسخو د تاریخ په باب لا زیات محتاط نظر ولرل شي.

دروش وائي، چې داموي دوران مصاحف، نه یوازې د خطي نسخو لپاره  نیټې یا تاریخ لیکل وړاندې کوي،بلکې ښئ چې  دمتن د لیکلو دډول په تیره بیا د  په ډيرې تیزۍ سره د املائي قواعدو په باب پرمختګ هم له ځان سره لري او ښئ چې  د امویانو د حکومت په لومړنیو لسیزو کې د متنونو لیکل تراوسه کمزوري  وو.

دروش وائي ، دغه کتاب  د عربی تاریخ لیکونکو لپاره  نوی عناصر معرفي کوي او ښئ چې د تایرخ لیکل  د دغه پړاؤ د مطالعې لپاره یوه مهمه موضوع  ده . دغه کتاب توانیدلی ، د هغه پړاؤ اسلامی هنر تاریخ  ته نوی عناصر  وارد کړی او دا کتاب  په دې باب لاپراخ نظر  وړاندې کوي. دا چې  په دغه کتاب کې داموي هنر په باب  خبره کیدلی شي  او دا ددغه کتاب لومړنۍ ګټه ده ،همداراز د قرآن په باب دحاکمو شخصیّتونو دنظرونو په باب نوي لیدګوته وړاندې کوي.

 دروش هیله کوي چې کاش، د اموي پړاؤ د ځينو خطي نسخو  د انتساب په باب ئې کوم قانع کونکی دلیلونه راوړلی شوائ. هغه ټينګار کوي  چې د کتاب آخر سپرکی د بني امیه ؤ له پړاوه د تیریدا  او دعباسیانو د پړاؤ دخطي نسخو د ارزونې  لپاره یو پیل کیدلی شي،ځکه په دې باب  ډيرې څيړنې شوي نه دي.  په نهایت کې  د ؛بنی امیه ؤ مصاحف ؛ عربي نسخه  دهغې پروژې لومړنۍ برخه ده چې  لیکوال  ورباندې بوخت دی  او ډیر اصطلاحات پکې شاملیږي چې  دهغو تفسیر  مختلف دی.

ځينی څیړاند په دې اند دي چې فرانسوا دروش  د قرآن په باب پخپلو مطالعاتو کې سیکولري نظر  درلودلی دی او د اوسمهال فرانسوي ختیځ پیژاند په توګه ئې  څيړنې کړی دي . په عین حال کې  ددغه کتاب لپاره دوه ګټې ئې مطرح کړي دي .لومړۍ دا چې ددې په باب د ځينو ختیځ پيژاندو ادعا چې قرآن  څلورمې قمری پيړۍ ته ورګرځي  ردوي ، دوهم دا چې دغه کتاب مونږ  د پخوانیو قرآنونو  خدمت ته چې شمیر ئې   ډير زیات دی ، هڅوي . یو ترټولو مهم هغه قرآن چې  دروش ورباندې کار کړی دی ،دامویانو د لومړي پړاؤ دي او   PARISIANO   نومیږی  چې په قاهرې کې د عمرو بن العاص  په جومات کې کشف شوی او په نولسمې پيړۍ کې د پاریس ملی کتابتون ته ته رسیدلی دی.

captcha