ایکنانیوز د المیادین له قوله راپور راکړچې په رفح سترې لارې باندې کیښودل شوي دسیمټو بلاکونه لیرې کړئ شوي دي او د مصر له پلوه دغه ستره لاره پرانستل شوه.
په راپور کې وئيل شوي دي چې دغزې په پوله کې دانسان دوستۍ د مرستو څه د پاسه سل ډک ګاډي دیره شوي او دغې سیمې ته داخلیدو ته تیار دي ،خودخبر ترمخابیره کیداپورې جنایتکار رژيم ددغه کاروان د ټارګټ نه کولو تضمین نه دی ورکړل شوی.
د مصر اوامریکا چارواکو دپنجشنبې په ورځې وعده کړې ده چې دغه ستره لار به په جمعې ورځې د یو شمیر مرسته رسونکو ګاډو پر مخ پرانیستل شي.. په عین حال کې د اسرائيلو د څاروي ډوله او بې آمانه حملو په نتیجې کې تر وروستیو پورې ئې دوام درلودلی په غزې کې دیوناني ارتدوکس مسیحیانو یوه کلیسا هم په کنډوالې بدله شوې ده. الجزیره راپور ورکړی، په دغې ودانئ کې فلسطینیو کډوالو کورنیو پناه اخستې وه چې دوحشي صهیونیسټي پوځ په بمبارۍ کې یوشمیر کسان پکې شهیدان اوټپیان شوي دي.
له دې سره په یووخت دعراق د اسلامی مقاومت غورځنګ کنډکونو په عین الاسد پوځي کیمپ باندې د بیا حملې مسئولیّت منلی دی. دعراق مقاومتي ډلو په پڼجشنبې ورځې دعراق له امنیتي ځواکه غوښتي وو، په عراق کې دې د امریکا له پوځي مرکزونو لیرې شي.
دغه راز د امریکا جنګ وزارت پنټاګان هم د پنجشبې مازدیګر په یوې اعلامیې کې اعلان کړی چې د امریکا یوایس ایس کارني جنګي بیړئ له یمن څخه دالحوثي مبارزانو سره اړونده یو شمیر ډرونز او توغندي چې د نیواکي ټاټوبو په لور توغول شوي وو، په فضا کې ګیر او نسکور کړي دي.