IQNA

که په غزې کې جنایتونه ونه دریږي ،نو تریګلتیاوې به د ټولو له کنټروله ووځي

7:27 - October 16, 2023
د خبر لمبر: 3488117
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د فرانسې د ولسمشرد ټيلیفونی تماس  په ځواب کې  د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو په مقابل کې د  لویدیځي هیوادونو او نړیوالو اورګانونو په مسئولیّت په ټينګار سره ،د غزې د هستوګنو سیمو د بمباریو، کلابندۍ د فوري دریدا او دغې سیمې ته د  اوبو ،سونګو،بریښنا او اساسی شیانو  رسول او  دفلسطین د خلکو درستو حقه حقوقو ته توجه ضروري چاره وبلله.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ ددفتر  د ویبسایت له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون مازدیګر د فرانسې د ولسمشر آمانویل ماکرون دټيلیفوني تماس  په ځواب کې د غزې د خلکو په بوږنونکي وضعیّت د اندیښې په څرګندولو  و د صهیونیسټي رژيم  دجنایتکارو حملو د سختیدا په محکومیّت سره ،د جنایتکارو صهیونیسټانو په لاس د اویا کلن ظلم، جنایت، توپير اوبې عدالتي ، آپارټآئیډ، بې رحمه وژله او  دفلسطین دملت د ټاټوبي غصبولو یادونه وکړه.

 هغه ووئيل،  هغه څه چې د فلسطینی مقاومتي ډلو له خوا ترسره شوي ، په حقیقت کې په دغو جنایتونو باندې یو عکس العمل  او د فلسطین مظلوم ولس په حق کې د  اوو لسیزو په بې عدالتیو او ظلمونو او وژلو  باندې  اعتراض دی

ابراهیم رئیسي  په دوام کې د فلسطینیانو په ضد  د صهیونیسټ رژیم  له خوا د  تش په نامه سولې د تړونونو  او نړیوالو کنونشنونو ،قوانینو  بیا بیا خلاف ورزیو ته په اشارې سره  روښانه کړه، دغه رژيم  دې ځل هم د درستو نړیوالو قوانینو او مقرراتو په اپوټه ،د غزې پر خلکو د اوبو،بریښنا ،سونګو خوړو  او درملو په بندولو سره  او دغه راز په  دغیر پوځي خلکو  په نښه کولو کې او حتی له  فاسفورس لرونکو  بمونو څخه په استفادې سره په پراخو او ړندو بمباریو سره  جنګي جنایتونه کړي دي .

د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې  د صهیونیسټ رژيم  جنایتونه  د نازیانو د چلند یادونه کوي، روښانه کړه، که صهیونیسټي رژيم  ددغو جنایتونو په دوام سره د خپلې ناکامۍ دپه جبرانولو پسې وي ،نو ډير پراخ اړخونه او بدلونونه به په ځان پسې ولري او بیا به ئې کنټرولول د چا لپاره ممکن نه وي.

هغه دغه راز د  هغه څه په نسبت د لویدیځي رسندویو په ناسمو و نیمګړو روایتونو اوراپورونو باندې په نیوکو سره چې  د غزې د مظلوم او بې دفاع خلکو په ضد تیریږي، روښانه کړه،باید   دظالم په ځای مظلوم رانه وستل شي او د قربانیانو په ګرَم بللو سره  د ظالم او جنایتکار په بری کولو پسې نه شو، هغه څه چې  له هر اقدامه مخکې باید ورته پام وشي، د غزې دکلابندۍ ختمول او د عامو خلکو په ضد دجنایتونو دبندولو لپاره پر صهیونیسټي رژیم  ددباؤنو زیاتول دي.لویدیځي هیوادونه او نړیوال اورګانونه دې په دې زمینې کې پر خپلو مسئولیّتونو عمل وکړي او  له دې مخکې چې وخت ورڅخه تیر شي  باید د جنایتونو ددریدا لپاره  لاس په کار شي.د اسلامی ایران ولسمشر د فرانسې د  حکومت له خوا په فرانسې کې د فلسطینیانو په ملاتړ کې د  لاریونونو او مظاهرو د اجازت په نه ورکولو کې  د هغه پر حکومت په اقداماتو په سختو نیوکو سره ووئيل،  اجازت ورنه کړئ چې په تاریخ کې د فرانسې نامه هم د  صهیونیسټي  ماشوم وژونکي رژيم دملاتړي هیوادپه توګه یاد شي  او  دیوه مظلوم ملت په ضد دبې عدالتۍ  او ظلم  دمخنیوي لپاره رول ولوبوئ.

 د فرانسې ولسمشر  آمانوئل ماکرون  هم په دغې ټیلیفوني مکالمې کې په غزې کې د بحران  په سختیدا داندیښنې په ښودلو سره ،  د حالاتو دکنټرولولو لپاره   په سیمې کې داسلامی ایران د اغیزشیندونکی رول څخه د استفادې  غوښتنه وکړه چې  هغه ته په ځواب کې ووئیل شول   د مقاومت ډلې پخپله د  فیصلې او تشخیص خاوندان دي .

https://iqna.ir/fa/news/4175500 

captcha