IQNA

د پاریس په المپیک لوبوکې د حجاب ممنوعیّت په درستې نړۍ کې رټل کیږي

7:41 - October 07, 2023
د خبر لمبر: 3488065
ایکنا-(تهران) د فرانسې حکومت د پاریس په المپیک لوبو کې دګډون  کونکو لوبغاړو لپاره حجاب اوسکارف څخه استفاده ممنوع کړې ده دغې فیصلې هم ددغه هیواد د مسلمانانو په ضد دفرانسې د حکومت د نورو اقداماتو په څیر په ځان پسې دمحکومیّت او اعتراضونو څپه درلودلې ده.

ایکنا د  آناتولی له قوله راپور راکړ، د حجاب له اچولو څخه دخپلو لوبغاړو د ممنوعیّت لپاره د فرانسې فیصله  په داسې  حال کې  چې دغه هیواد  په تیرو سلو کلونو کې د خپل لومړني المپیک  دکوربتوب لپاره  تیاریږی،د حکومتی ممنوعیّت  یو ترټولو وروستی مورد دی چې  د اسلامی هیوادونو او په نړیوال ډګر کې ئې دنورو  سخت اعتراضونه او محکومیّتونه په ځان پسې درلودلي دي.

فرانسې چې له 67 میلیون آبادۍ څخه ئې  کابو لس فیصدي آبادي مسلمانان دي ،په المپیک سیالیو کې ئې د اسلامی حجاب له اچولو څخه  د خپلو لوبغاړو د منع کولو په باب پخپلې ترټولو رووستۍ فیصلې سره دخلکو داعتراضونو او محکومیّتونو څپه  راپورته کړې ده.

د فرانسې دسپورټي چارو زویر  آملی اوډیا کاسترا  په یوه ټيلیویژنی پروګرام کې ويلی دي، چې فرانسوي مسلمانې  لوبغاړې میرمنې  په المپیک لوبو کې  حجاب نښي اچولی. دغې فیصلې سخت غبرګونونه راپارولی دي  او او یو ځل ئې بیا د بشری حقوقو خلاف ورزي کونکو اقداماتو ته لمن وهلې ده . داپه داسې حال کې دي چې د المپیک لوبو نړیوالې کمیټې هم د فرانسې دغه فیصله رد کړې او وئيلي ئې دی چې دالمپيک لوبو لپاره قوانیو او مقررات د نړیوالې کمیتې کار دی او دا ددغې نړیوالې کمیټې د اصولو خلاف فیصله ده .

ټاکل شوې ده  پاریس د ۲۰۲۴کال د جولائی  له ۲۶ څخه د  اګست تر ۱۱ نیټې پورې د اوړي د المپیک لوبو کوربه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4173328 

captcha