IQNA

د المپیک نړیوالې کمیټې په پاریس المپیک کې د حجاب منع کیدا رد کړه

8:09 - October 01, 2023
د خبر لمبر: 3488036
ایکنا-(پاریس) د المپیک نړیوالې کمیټې  د فرانسې د لوبغاړو لپاره دستر  د ممنوعیّت په باب  ددغه هیواد د لوبو او سپورټس د چارو د وزارت وروستۍ فیصله رد کړه او ټينګار ئې وکړ،چې ټول لوبغاړي  له کوم محدود پرته  د لوبو په  ګلوبل کې شتون درلودلی شي.

ایکنا د  الخلیج آنلاین له قوله راپور راکړو د المپیک نړیوالې کمیټې  د پاریس په المپيک لوبو کې د  ستر د ممنوعیّت له مطرح کیدا سره مخالفت  اعلان کړ.

دغې کمیټې له دې وروسته چې  د فرانسې د سپورټي چارو وزیر اعلان وکړ، د سکولیرزم د احترام لپاره  د ۲۰۲۴کال په المپیک لوبو کې  حجاب اوسکارف منع دی ، له دغې موضوع سره ئې خپل مخالفت اعلان کړ.

په همدې ارتباط  د المپیک د نړیوالې کمیټې  ویندوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل دغه فیصله په ۲۰۲۴ کال المپیک لوبو کې  نه اعمالیږي. د  المپیک ګلوبل لپاره د المپیک نړیوالې کمیټې قوانین اعمالیږي او حجاب یا مذهبی  او کلتوري سکارف هیڅ محدودیّت نه لري.  په اړونده نړیوال فیډریشن کې  ټاکل شوي مقررات اعمالیږي.

د  لوبغاړو د حجاب د مخنیوي لپاره د فرانسې فیصله ، د ملګروملتو د بشری حقوقو د لوړې  کمیشنرۍ له نیوکو سره مخ شوې ده.

په داسې حال کې چې  په فرانسې کې د ؛سترمنو میرمنو؛ نومې د مسلمانو میرمنو ډلې  د فرانسې د فټبال فیډریشن د مقرراتو د لومړۍ مادې  قانونی کیدا چیلنج کړې ده .دغه هیواد  له ۲۰۱۶کال څخه  د هرډول سکارف یا قالیو اغوستل ممنوع کړي دي.

فرانسه  به د راتلونکي کال دجولائي له ۲۶نیټې څخه د اګست تر ۱۱نیټې پورې د اوړي د المپیک  لوبو  کوربه وي.

https://iqna.ir/fa/news/4172220 

captcha