IQNA

په مختلفو اسلامی هیوادونو کې د پيغمبر اکرم(ص)د میلاد جشنونه په برتم سره لمانځل کیږی

7:19 - September 30, 2023
د خبر لمبر: 3488027
ایکنا-(تهران) د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد ورځ،د نړۍ د درستو مسلمانانو په نزد یوه ترټولو مهمه او پځوانۍ پيښه شمیرل شوې ده چې انساني تاریخ لیدلې ااو له دې امله تل په دې نیکمرغه ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ولولناک او پرتمین جشنونه جوړيږي.

ایکنا د صدای الامة له قوله راپور راکړ،د رسول الله مبارک (ص)  دنیمکرغه زوکړې ورځ د مسلمانانو له نظره یوه ترټولو مهمه او لویه ورځ ده چې تل په پیړیو پیړیو راهسې ئې جشنونه لمانځل شوي دي ،ځکه چې په دغه ورځ دخداي رسول نړۍ ته سترګې رڼې کړي دي،داسئې پیغمبر  چې  د درستو نړیوالو لپاره ئې د رحمت ،هدایت اونور پیغام راوړ او نړۍ ئې د تل لپاره بدله کړه،هغه پیغمبر چې پخپل پیغام سره ئې د الهی نمایندګانو د لړۍ پر ختمیدا ټپه ووهله او  پر نړیوالو ئې دخداوندمتعال رحمت بشپړ کړ.

د اسلام د ګران پیغمبر (ص) دنیکمرغه میلاد دجشن دود اودستورو له یوه هیواده بل هیواد ته او له یوه ځایه بل ځاي ته تللی البته  د هر یوه هیواد خلکو دغه دود اودستورو له بل سره توپير لري، خو په نهایت کې  ددوي ټولو هدف یو دی چې هماغه د پيغمبر اکرم(ص) د میلاد لمانځل او  په لاپرتم سره.  او هر څوک هڅه کوي په دې مناسبت خپله لازیاته مینه نندارې ته وړاندې کړي.

 په یمن کې په میلیونونو خلک په چوکونو کې غونډيږي او د خپل ترټولو وروستي پیغمبر او د هدایت دلارښود حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد پّ مناسبت جشن جوړوي او دا دستورې د یمن په زیاترو ښارونو او ښارګوټو کې ترسترګو کیږي.   په مصر کې خلک د پیغمبر اکرم دنیکمرغه میلاد په ورځ ددغې ورځې خاصه  میټائي اخلی ، د ذکر او نعتونو محفلونه جوړوي ،د قرآن کریم د تلاؤت دستورې جوړوي ، او دخیرات د ویشولو ترڅنګ ډالۍ ورکوي.

په سوډاان کې  خلک په دغې  ورځې لوی جشنونه جوړوي  چې په هغو کې  مناجات  او دمیټایانو ویشل ئې ځانګړي دستورې دي.

په پاکستان کې د رسول اکرم (ص)  دمیلاد په نیکمرغه ورځې پخپلو کورونو،دکانونو  ،لارو کوڅو،سړکونو  او پارکونو کې بیرغونه رپوي ، ستر ستر جلوسونه وباسي ، د رسول الله مبارک  د ضریح  او د مسجد النبی  پورټریټونه جوړوي  او په لارو کوڅو کې ئې له ځان سره وړي،د نعت شریف دستورې او دغه راز محفلونه جوړوي او تلاؤتونه او د اسلامی وحت په مناسبت دستورې جوړوي.

همداراز په هندوستان،بنګله دیش، سری لنکا ،مراکش، الجزایر ،بحرین ،عربستان،امارات، کویت فلسطی، انډونیشیا ،ملایشیا ،افغانستان ،عراق ،سوریه  او په نورو درستو اسلامی هیوادونو حتی په اروپائي او افریقائي هیوادونو کې هم  په میلیونونو مسلمانان په دې ورخې واټونو ته راوځي او یوه بل ته ددغې نیکمرغه ورخې مبارکي وائي او  ورسره  د رسول لله بزرګوار  سیرت او عظمت په باب په ویناؤ او دستورو سره خپله مینه نندارې ته وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4171489

مشرق نیوز - عکس/ جشن میلیونی میلاد پیامبر(ص) در یمن

میلاد پیامبر در هند و پاکستان به روایت تصویر

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

جمعه/آیین‌های بزرگداشت میلاد نبی(ص) در کشورهای مختلف اسلامی

جمعه/آیین‌های بزرگداشت میلاد نبی(ص) در کشورهای مختلف اسلامی

جمعه/آیین‌های بزرگداشت میلاد نبی(ص) در کشورهای مختلف اسلامی

جمعه/آیین‌های بزرگداشت میلاد نبی(ص) در کشورهای مختلف اسلامی

جشن و سرور شیعه و سنی در پاکستان همزمان با هفته وحدت | شهید رحیمی

 

 

captcha