IQNA

مګلروملتو،د فرانسې په المپیک لوبو کې د لوبغاړو د حجاب له ممنوعیّت سره مخالفت وکړ

7:06 - September 28, 2023
د خبر لمبر: 3488020
ایکنا-(نیویارک) ملګروملتو د پاریس ۲۰۱۴کال په المپیک لوبو کې د خپلو لوبغاړو لپاره دستر یا حجاب د منع کولولپاره د فرانسې دحکومت له فیصلې سره خپل مخالفت اعلان کړ.

ایکنا د سکائي نیوز له قوله راپور راکړ، ملګرو ملتو د راتلونکی کال په المپیک لوبو کې  د فرانسوي لوبغاړو  لپاره د ستر په منع  کولو کې د پاریس د  حکومت په فیصلې په غبرګون کې  له دغې موضوع سره خپل اصولي مخالفت   اعلان کړ.

 د بشری حقوقو د لوړې کمیشنرۍ  ویندوئې مارتا هورتاډو  په جینوا کې د ملګروملتو د په پړاویز خبری کنفرانس کې د پاریس ۲۰۲۴ کال د اوړي په المپیک کې د فرانسوي لوبغاړو  دستر  دممنوعیّت په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې  ووئيل، په کلی توګه د بشری حقوقو  دلوړې کمیشنرۍ دفتر په دې اند دی چې هیڅوک باید میرمنو ته ډکټیشن ورنه کړي چې څرنګه قالی واغوندي یا ئې وانچوي.

د فرانسې سپورټي چارو وزیر تیرې یکشنبې ورخې په دغه هیواد کې له ستر یا حجاب سره دمبارزې دسیاست په دوام کې چې څه موده مخکې په ښونځيو کې هم سخت شوی دی او له اسلامه په ویرونکي پروسې بدلیږي ،د پاریس ۲۰۲۴المپیک لوبو کې  ئې د فرانسوي لوبغاړو لپاره دستر درلودل ممنوع اعلان کړي دي.

املی اودئا کاستر ټينګار کړی دی ،د پاریس المپیک لوبو کې به په فرانسوي ټیمونو کې د مونږ سپورټي نمایندګان حجاب ونه لري. هغه  د فرانسې د ځوانانو او ملی سپورټ د وزیر په شان  چې ددغه هیواد په ښونځیو کې ئې دحکومت د سیکولریزم د سیاست په لړ کې  اسلامی ستر ممنوع کړی دی، دغه اصل ئې د راتلونکي کال په المپیک لوبو کې  چې  د راتلونکي کال د  جولائي له ۲۶تر اګست ۱۱پورې ترسره کیږي،د فرانسې د سپورټي وزارت د فیصلې په اساس دغه اصل اعلان کړ.

فرانسه خپلې بنیادي نظرئې یعنی  لایسیزم ته په پام سره په هغو ګوته په شمیر هیوادونو کې شامل دی چې مسلمانې میرمنې ئې  په عمومي فضاګانو او سپورټي ډګرونو کې له ستر  اوسکارف اچولو منه کړي دي. اوس باید ولیدل شي ، د ۲۰۲۴المپیک  لوبو دغه کوربه هیواد حکومت به هڅه وکړي څو  خپل ممنوعیّتونه  دنورو هیوادونو په لوبغاړو هم وتپي؟

https://iqna.ir/fa/news/4171423/

 

captcha