ایکنا له تایلینډڅخه راپور راکړ، دد جنوبي تایلینډ د پاتانی ګورنرې میرمنې فاطمه سادیامو ددغه هیواد د نورو اسلامی او حکومتي اورګانونو په ملتیا سره په یوه نوښتي اقدام کې د پیغمبر اکرم (ص) په عشق یو پلی لاریون ترسره کړ.
په راپور کې وئيل شوي دي ،دغه پلی لاریون د ښار له سټيډيّم څخه پیل او په مرکزي جومات کې پاي ته ورسید.
ددغه پلی لاریون او کاروان څخه موخه چې ټاکل شوې ده هرکال ترسره شي،له پیغمبراکرم(ص)سره د مینې او عشق یادونه ، نوي نسلونو ته د پیغمبر ددین او سنتونو منتقلیدا او ټولنې ته دخدمت او له خپلو وطنوالو سره دمینې کولو لپاره د رسول الله بزرګوار څخه بیلګه اخستل دي.