IQNA

د افغانستان شیعه عالمانو د محرم د دستوروپه بشپړ ډول دترسره کولو اعلان کړ

7:38 - July 20, 2023
د خبر لمبر: 3487657
ایکنا-(کابل )د افغانستان شیعه عالمانو شورا په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، د محرم د شپو ورځو ددستورو د ترسره کولو لپاره بشپؤ تیار دی  او هیڅ ډول محدودیَتونه نه مني.په عین حال کې  له کابله رارسیدلي راپورونه ښئ چې  طالبانو سږکال ددغودستورو د ترسره کولو لپاره ډير محدودیّتونه  وضع کړي دي.

ایکنا د طلوع نیوز له قوله راپور راکړ، د افغانستاند شیعه عالمانو شورا په کابل کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي، دمحرم دشپو ورځو  دعزادارۍ ددستورو دترسره کیدا لپاره په بشپړډول تیار دي او  په دې لارې کې هیڅ ډول محدودیّتونه نه مني.

 د افغانستاند شیعه عالمانو د شورا مرستیال  محمد حسن صالحي په یولړ څرګندونو کې وئيلي  دي،  دمحرم د دستورو لپاره هیڅ ډول محدودیّتونه نشته او په دې لارې کې  خنډونو جوړول د دوي لاره نشي نیولی او حسینی ویرجن په آزادۍ سره خپلې دستورې ترسره کولی شي.

د افغانستان  په کابل کې ددغې شورا ویندوي علی علیزاده هم وئیلی دي،  طالبانو دمونږ لپاره یو دستورالعمل برابر کړیدی چې وائي غوره ده ، د عزادارۍ دستې د  ښار په واټونو کې  ترسره نشي.

هشدار شورای علمای شیعه افغانستان نسبت به تأمین امنیت مراسم عاشورا

داپه داسې حال کې دي چې د  کابل دامنیت  ریاست ویندوي خالد ځدراڼ وئيلي دي ، چې د محرم په دستورو کې دامنیتی چارو د  اداره کولو لپاره دوې کمیټې جوړې شوي دي.دځدراڼ په وینا په دغو کمیټیو کې د کلتور او اطلاعاتو د وزارتونو چارواکي ، د شیعهیان ومشران او همداراز د کابل امنیت  ریاست شامل دی

په عین حال کې  دکابل اوسیدونکي وائي، چې امنیتی مسئولان باید دمحرم په شپوورځو کې لاسخت امنیتی تدبیرونه غوره کړي.

عزاداری شیعیان در کابل+ تصاویر

د طالبانو د موقته حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد  تیره اونۍ له رسنیو سره په خبرو  کې ډاډ ورکړی چې  دطالبانو امنیتی ځواک  دمحرم دشپو ورځو دامنیت د تامینولو لپاره شپه ورځ هڅه کوي،څو ښاریز په کراره فضا کې دغه دستورې ترسره کړي.

 په عین حال کې د پوځي  چارو یو کارپوه اوشناندی نعمت الله الکوزي وئيلي دي، د طالبانو امنیتی ځواک د ترهه ګرو ډلو په تیره بیا د داعشیانو په  مقابل کې  د محرم په شپو ورځو کې هوښیار عمل کوي،ځکه دغې ډلې ټپلې  په مختلفو رودو  سره  د فضا د ناکرارولو او د خلکو په وینوکې دلیت پیت کولو لپاره له بیلابیلو آوزارونو استفاده کوي.

په عین حال کې په کابل کې شواهد د طالبانو له خوا د ددغه ښار په دیوالونو اودروازو باندې دتورو بیرغونو د لګولو د ممنوعیّت ښودنه کوي. همداراز  په کابل کې له عزدارۍ سره اړونده محصولاتو پير پلور هم چې له کلونو کلونو راهسې مخکې ترسره کید، ممنوع شوی دی.

اظهار تأسف شورای علمای افغانستان از پخش فیلم های مبتدل در ایام محرم الحرام  | آوا

د افغانستان د شیعه عالمانو  په اعلامیې کې  چې د طالبانو ډلې له اعلامیې یوه ورځ وروسته خپره شوي،د طالبانوله خوا ئې د محرم د لسیزې د عزادارۍ پر دستورو د محدودیّت لګول تائيد کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4156205

captcha