IQNA

په افغانستان کې د محرم الحرام د مراسمو د امنیت د ساتنې ضرورت(مقاله)

5:41 - July 16, 2023
د خبر لمبر: 3487635
ایکنا-( کابل ) په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چي د دې هیواد امنیتي ځواکونه د محرم د مذهبي مراسمو د امنیت د تامینولو لپاره چمتو دي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،  دافغانستان د طابانو د حکومت د ویندوي ذبیح الله مجاهد په وېنا، د افغانسان  امنیتي ځواکونو هیچا ته اجازه نه ورکوي چي د محرم په میاشته کې ناامني رامینځ ته کړي، له دې مخکې هم د کابل والی محمد قاسم خالد ویلي وه، د افغانستان د شیعه وګړو د امنیت تامینول د طالبانو دنده جوړیږي او دا مسئولیت په پوره ایمانداری سره، تر سره کوو.

د محرم د لسیزې د وېر او ماتم مراسم هر کال د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د امام حسین ع د مینه والو په حضور تر سره کیږي، د شیعیانو ماسېوا د افغانستان نورې وګړي هم اهل بیت ع او امام حسین ع سره د ځانګړې مینې له مخې په دغو مراسمو کې ګډون کوي، دا یوازې افغانستان پورې محدود نه دی بلکې په پاکستان، هند، بنګلادیش او نورو هیوادونو کې هم د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین ع د شهادت په مناسبت وېر او ماتم تر سره کیږي. اوس چي په افغانستان کې طالبان واکمن شوي ادعا کوي چي په پر امن فضا کې د محرم د مراسمو د تر سره کولو لپاره د اهل بیت علیه السلام له مینه والو سره، ملګرتیا کوي.

د سیاسي چارو شناند مولوی مفلح په دې اړه وایي: د افغانستان خلګ د شهیدانو سالار حضرت امام حسین علیه السلام ته ځانګړې ارادت لري او په دې خاطر د محرم د لسیزې مراسم په دغه هیواد کې په شانداره توګه او د خلګو په پراخ ګډون تر سره کیږي. سره له دې د افغانستان د ولس دښمنان هڅه کوي له هر یو فرصت څخه د هیواد د ناامنه کولو لپاره کار واخلي، نو د افغانستان د حکومت لپاره پکار دی چي د محرم په لسیزه کې د امنیت ټینګولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت هم اعلان کړی دی چي د محرم او د عاشورې په ورځو کې د خپلو شیعه وطندارانو د امنیت د تامینولو په موخه د هغوی مذهبی مرکزونو ته ځانګړې پاملره کوي او هیچ چاته اجازه نه ورکوي چي دغه مراسم ګډوډ کړي، د بامیان د والي په وېنا، حسیني عاشورا نژدې ده او عالمان او د دین مبلغان مسئول دي چي د خلګو لپاره د عاشورا د قیام اهداف او حقایق او د دین احکام په سمه توګه بیان کړي او د حضرت امام حسین ع د لاري او مکتب تبلیغ وکړي او په اسلامي ټولنه کې یې خپور کړي. دا په داسي حال کې دی چي ځینو تندلارو ډلو د اسلامي تعالیمو په ناسمې اخیستنې سره، خلګ بې لارې کړي، په دې خاطر حسیني عاشورا د وهابیت په سترګو کې د اغزي په شان دی چي ممکنه ده د غوصې له مخې د امام حسین ع ماتموالو ته د زیان رسولو هڅه وکړي.

د سیاسي چارو یو بل شناند سید عیسی مزاری وایي: د اسلام دښمنان او په تېره بیا صهیونیستان له حضرت امام حسین ع او د هغه له پیروانو څخه سخته ویره لري، ځکه هغه چي د امام حسین ع تر بیرغ لاندې ماتم کوي د نیواکګرو او نفاق اچوونکو سره دښمن دي او له هیچ چا وېره نه لري.

امام حسین ع د اسلام د مبارک دین بېلګه او د ظلم سره د مقابلې لپاره د لارې څراغ دی په همدې خاطر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو له خوا  د هغه مبارک د شهادت وېر او ماتم تر سره کیږي، چي افغانستان هم په دې مینځ او مان کې ځانګړې اهمیت لري. دغو مسائلو ته په کتو سره، طالبان هم د ماتم والو او د محرم د امنیت په ساتلو کې دروند مسئولیت په غاړه لري، او په دې برخه کې باید خپله وړتیا وښیي، د افغانستان خلګ د ګواښونو سربېره د محرم په مراسمو کې په ګډون سره ښیي چي د شهیدانو د سالار رېښتني پیروان دی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135704

captcha