ایکنا د العهد خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د بحرین د آل خلیفه رژيم د پوځیانو له خوا د الدراز سیمې له سختې امنیتی کلابندۍ سره سره د بحرین لمونځ ګوزارو په امام صادق (ع) جامع جومات کې د جمعې لمونځ قایم کړ او تکبیر ویونکو مړه دې اسرائيل شعارونه پورته کړل.
د بحرین پوځیانو له کابو یو کال راهسې او په الدراز سیمې کې په امام صادق (ع) جامع جومات کې د جمعې لمانځه په بیرته قایمیدا پسې سخت او بې مخینې امنیتی تدبیرونه غوره کړي او ددغه جومات په لور د لمونځ ګذارو دحرکت مخه نیسي،په داسې حال کې چې د لمون ګذارو په څو میټرۍ کې د وسلوالو عسکرو زغرګاډي هم دیره شوي او دهغوي د ورتلو دمخنیوی هڅه کوي.
د بحرین د جمعې ترټولو لوي لمونځ هره اونۍ په الدراز سیمې کې واقع په امام الصادق(ع) جامع جومات کې ددغه هیواد دخلکو په پراخ ګډون