IQNA

په افغانستان کې د کتاب د چاپ او پير پلور بازار ډير پیکه دی(غږیز راپور)

16:45 - April 24, 2023
د خبر لمبر: 3487235
ایکنا-(تهران)  د افغانستان د ختیځ خپرندویه ټولنې او کتاب پلورنځي مشر وایي ډیری کتاب پلورنکي له مالي پلوه زیانمن شول چې ځینې یې له دې کاروباره د لاس اخیستو په حال کې دی.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د ننګرهار ولایت په جلال اباد کې د ختیځ کتاب پلورنځي مشر قاري  زاهد الله ناصري وایي په هیواد کې د سیاسي بدلون وړاندې د کرونا ویروس د خپریدو له امله په دې ښارکې د کتاب د چاپ او پلورکارو بار بې خونده او مخ په ځوړتیا روان شو.

هغه وایي د کرونا له څپې وروسته چې کله په هیواد کې سیاسي بدلون رامنځته شو او ښوونیزې او تحصیلې ادارې هم له ځینو ننګونو سره مخ شوې ورسره سم د کتاب د چاپ او پلور بازار نور هم سوړ او د خلکو له پامه ولویده.

 د افغانستان د ختیځ خپرندویه ټولنې او کتاب پلورنځي مشر وایي ډیری کتاب پلورنکي له مالي  پلوه زیانمن شول چې ځینې یې له دې کاروباره د لاس اخیستو په حال کې دی.

 قاري زاهدالله  ناصري وایي تازه لیدل کیږي چې کتاب لوستنې او پیرلو ته دخلکو لیوالتیا پیدا او ورسره دا هیلې هم راټوکیدلي چې د کتاب د چاپ او پلور بازار به یو ځل بیا په پښو ودریږي.

 نوموړی وایي که د هیواد په پوهنتونونو او ښوونځیو کې موجودې ستونزې هوارې او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکول شي نو ورسره به د کتاب د چاپ او پلور بازاز نور هم وغوړیږي.

ننګرهار دعلم او ادب په ټاټوبي پیژندل کیږي ،ځینې د نظر خاوندان  پر دې باور دي چې په دې سیمه کې د کتاب د چاپ او پلور اوسني وضیعت ته په پام سره ښایي  د هیواد په نورو سیمو کې وضیعت تر دې لا د اندیښنې وړ وي.

 https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131754

captcha