ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان په بغلان کې یوې ښځینه سوداګرې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۶۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
ددې کارخونې مسؤله نفیسه اعتبار وایي، دغه کار خونه یې له تېر یو کال راهیسې فعاله کړې چې ښځې په دوو جلا جلا وختونو کې په کې د څرمنې، ګلدوزۍ، مریو او خامک ګنډلو په څېر د خیاطۍ بېلابېلو برخو کې پر کار بوختې دي.
نوموړي زیاتوي، د یادې کارخونې له جوړېدو یې موخه له هغو مېرمنو سره مرسته ده چې له زدهکړو بې برخې پاتې شوي.
د یادونې وړ ده چې په تېر یوه کال کې د بغلان په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو لپاره د خیاطۍ ګڼې کارخونې او د لاسي صنایعو دوکانونه جوړ شوي چې موخه یې له هغو بېوزلو مېرمنو سره مرسته ده چې له زدهکړو څخه بې برخې پاتې دي.