IQNA

الازهر په فرانسې کې په یوه جومات دتوکمپالو تیری په سخته محکوموي

15:13 - March 14, 2023
د خبر لمبر: 3487036
ایکنا-(تهران) په مصر کې دالازهر  اسلامی مرکز له افراط پالنې سره دمبارزې دفاعي ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره په فرانسې کې د یوه جومات په ضد توکمپال اقدام  سخته نیوکه کړي او د ائې سخت محکوم کړی دی.

ایکناد الوطن خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د مصر د الازهر د  اسلامی مرکز له افراط پالنې سره د مبارزې ادارې  په فرانسې کې په بیساک ښارګي په جومات باندې توکمپال تیری وغندۀ.په دغه توکمپال اقدام کې ددغه جومات په دیوالونوتوکمپال شعارونه لیکل شوي او دیوه زوړ پال غورځنګ لاګو هم پرې جوړ کړئ شوی دی.

د الازهر اسلامی مرکز دغې ادارې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وظیلي دي ، دا لومړنی ځل نه دی چې دغه شان اقدام کیږي،له دې مخکې هم د تالنس ښار په یوه جومات دغه شان تیری شوی دی.

د الازهر اسلامی مرکز له افراط پالنې سره د مبارزې ادارې  په عین حال کې  له دغه ډول ترینګلو او نفرت خورونکو  اقداماتو سره د جدی مقابلې او د  مذهبی مرکزونو د کافی حفاظت غوښته کړې ده،څو  د افراط پالو ډلوټپلو د تیریو او جنایتونو مخه ونیول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4128023/%

captcha