IQNA

د شارلي ابدو سپک اقدام کلتوری ترهه ګري او د انساني ارزښتونو د اصولو خلاف ورزي ده

6:45 - January 10, 2023
د خبر لمبر: 3486730
ایکنا-(تهران)په لبنان کې ددینونو او کلتورونو دخبرواترو د مرکز مشر دینی مرجعیّت مقام ته د فرانسې د شارلي ابدو سپکاوی کلتوری ترهه ګري او د دینی او انسانی ارزښتونو د اصوول  او قوانینو خلاف ورزي وبلله او ټينګار ئې وکړ،فرانسې دې سملاسي ددغه سپير اوبې شرمه اقدام لپاره بخښنه وغواړي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، په لبنان کې د  دینونو اوکلتورونو د خبرواترو د مرکز مشر السید علی السید قاسم په یوې اعلامیې کې ټينګار وکړ،ددیني  مرجعیّت  او مقدساتو په شان کې  د فرانسې د شارلي ابدو خپرونې ګستاخي او سپکاوی ددیني ارزښتونو له اصولو او سره په توپير  کې دی او د کلتوري ترهه ګرۍ ښودنه کوي.

په لبنان کې ددینونو اوکلتورونو دخبرواترو د مرکزمشرد فرانسې د شارلی ابدوخپرونې د سپکاوي  په ځواب کې ووئيل، فرانسه د بیان د آزادۍ په پلمه د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي حق نه لري.

په دغې اعلامیې کې راغلی دي،د خداوندمتعال مقدس ذات ، دینی مرجعیّت او د نړۍ د شیعیانو د ټولنې مرجعّیت او رهبر امام سید علی خامنه اي په شان کې د فرانسې د شارلي ابدو خپرونې ګستاخي او سپکاوی   د دینی ارزښتونو د احترام د اصولو خلاف او د کلتوری ترهه ګرۍ ښودونکی دی او فرانسه د بیان دآزادۍ په پلمه د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي حق نه لري.

ددغې اعلامیې په اساس، د فرانسې حکومت ددیني اوانساني ارزښتونو د اصولو دخلاف ورزۍ او ددغه سپک اقدام مسئول دی او  اروپائي حکومتونه او دفکري آزادۍ مدافعان دې ددغه بې شرمه او سپک  اقدام په وړاندې مخه نیونکی اقدام پورته کړي.

په لبنان کې د دینونو او کلتورونو د خبرواترو د مرکز مشر ټينګار کړی دی ،همداراز فرانسه دې بخښنه وغواړي، او اسلامی او عربی ملتونه دې هم د خپل نظر وړ مناسب ځواب ولټوي،څو ددغو جنایتونو او سپکاویو دتکراریدا مه ونیول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4113301

 

captcha