IQNA

په فرانسې کې پر یوه جومات بیا توکمپاله حمله شوې

13:56 - November 21, 2022
د خبر لمبر: 3486488
ایکنا-(تهران) د فرانسې په اورن ولایت کې پرون د جومات په دیوالونو باندې د توکمبالو عبارتونو په لیکلو سره پر دغه جومات په توکمپال تیري سره ګواښل شوی دی.

ایکناخبری آژانس د آناتولی له قوله راپور راکړد فرانسې په اورن ولایت کې د جوماتونو  مسئولانو ته  له دې مخکې هم ګواښونکي دړکې ورکړل شوي دي او دې ځل هم په دغه ولایت کې پر یوه جومات دتوکمپالو عبارتونو او شعارونو په لیکلو سره یوځل بیا ګواښل شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي ددغه جومات مسئولانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ود توکمپالو او افراط پالو له خوا دغه شان اقدام په فرانسې کې د مسلمانانو پر حقوقو یو تیری دی او باید حکومتي اړونده اورګانونه ددغه شان اقداماتو مخنیوی وکړي او دغه شان  افراط پالو په ضد دې قانونی چاره جوئي وکړي.دغه شان اقدامات  داسلام ضده او د نازیانو د کردار ښودنه کوي .

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالډ درمنن هم پخپل وار پر دغه جومات دغه توکمپال یرغل محکوم کړی او په دې باب ئې د څيړنو دپیلولو دنیّت خبره کړې ده .

ددغه جومات د  مسئولانو دشورا مشر  وئيلي دي، نیّت لري  له هغو کسانو چې دغه توکمپال افراطي اقدام ئې کړی دی ، شکایت وکړي.

د فرانسې مسلمانان له یوې مودې راهسې  دخپلې ټولنې دغړو  او ددینی ځایونو او شعائرو په ضد دتوکمپالو یرغلونو دزیاتیدا شاهدان دي او د فرانسې حکومت هم د جمهوری ارزښتونو ددفاع په پلمه  ددینی مصحلتونو له ادعا سره سره ، د مسلمانانو او د اسلامی اورګانونو په ضد پراخ اقدامات  کړي دي .څه موده مخکې د فرانسې داسلامی دیانت شورا مشر  دې ته په اشارې سره چې په فرانسې کې مسلمانان له یوه بحران سره مخ دي،روښانه کړې ده،په فرانسې کې دینی بحثونه په یوې اجتماعي مسئلې بدل شوي دي او حجاب  او ستر او بې ستري ، روژه ساتل   او دغه راز نور دیني  دستورات  او پروګرامونه تر ډیره حده پيچلي شوي دي.هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې  د اسلام دین د فرانسې له کلتور سره اغښل شوی دی،په فرانسې کې ئې پر مسلمانانو هرډول تیری د نه منلو وړ او ددیني پروګرامونو په ترسره کولو کې ددوي د آزادۍ خلاف ورزي بللې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4101193/%D

captcha