ایکناخبری آژانس د العمق المغربی له قوله راپور راکړ، د فرانسې د اسلامی دیانت شورا مشر محمد موسوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل،چې ددغه هیواد مسلمانان له دیني محدودیتونو سره مخ دي او دا اره د فرانسې په ټولنې کې د یوه ټولنیز بحران ترحده رسیدلې ده .
موسوي دهغې ډيپلوماټيکې ناستې په څنډې کې چې د دنړیوالو آسانتیاؤ د ورځې په مناسبت ترسره شوه،په فرانسې کې پر دینی چارو په تیره بیا ددینی چارو د ترسره کولو د محدودولو په زمینې کې اغیز شیندونکي تاؤتریخوالي ورټل.
هغه دې ته په اشارې سره چې په فرانسې کې مسلمانان له یوه بحران سره مخ دي روښانه کړه،په فرانسې کې دینی مسئلې په یوه اجتماعي بحث بدلې شوي دي،لکه ستر یا بې ستري، روژه ساتل او داسې ځيني نوره مسئلې چې پيچلي شوي دي .
محمد موسوي دې ته په اشارې سره چې د اسلام دین د فرانسې په کلتور کې ژوره ریښه لري، په فرانسې ې ئې پر مسلمانانو هر ډول تیري د نه منلو وړ وبلل او ددینی مناسکو په ترسره کولو کې ئې د دوي ددیني چارو پر آزادۍ ټينګار وکړ. د فرانسې د اسلامی دیانت شورا مشر هغه ترهه ګرې حملې چې په مختلفو اروپائي هیوادونو په تیره بیا په پاریس کې له اسلامه ددفاع په پلمه ترسره شوي ،محکومې کړي او ټينګار ئې وکړ، چې اسلام له دغو حملو مبرا دی .