IQNA

سید جاسم موسوي دعربستان د قرآن په سیالیو کې څلورم لمبر شو

12:44 - April 21, 2022
د خبر لمبر: 3485713
تهران (ایکنا)- د عطرالکلام په نامې سره دعربستان د قرآن د قرائت دنړیوالو سیالیو لومړنی پړاؤ د نهائي مرحلې په ترسره کیدا سره پاي ته ورسیدې او په دغو سیالیو کې د ایران تکړه او غوره قاری سید جاسم موسوي  هم د تلاؤت  په سیالیو کې څلورم مقام وګټه .

ایکناخبری آژانس راپو راکړ،د ایران د خوزستان اوسیدونکی قاری سید جاسم موسوي ،د عربستان د عطرالکلام نومې د آذان او قرآن د نړیوالو سیالیو د لومړي پړاؤ په نهائي مرحلې کې په څلورم لمبر شو.

همداراز د مراکش  یوسف مصطفی غربی لومړی لمبر ، د انګلستان محمد ایوب عاصف دوهم لمبر او د بحرین محمد مجاهد د تلاؤت په برخې کې دریم لمبر شو .

د آذان په برخې کې هم د ترکیې  محسن کارا  او البجان جلیک  هر دواړو لومړی او دوهم مقام وګاټه . او دعربستان  عبدالرحمن بن عادل  او انس الرحیلي  په ترتیب سره دریم او څلور لمبر شول .

سید جاسم موسوي د ټيلیویژني سیالیو په دغه پړاؤ کې  چې دعربستان په جده ښار کې ترسره شوې ،د څلورم مقام په ترلاسه کولو سره  نیم میلیون سعودي ریال جایزه وګټله.

https://iqna.ir/fa/news/4051282/

captcha