IQNA

د یمن فراري ولسمشر منصور هادی له قدرته څنګة شو

10:15 - April 07, 2022
د خبر لمبر: 3485646
تهران(ایکنا)-  د یمن فراری او مستعفی ولسمشر عبد ربه منصورهادی بلاخره نن سهار وختي له قدرته د څنګةکیدا په اعلانولو سره ، خپل ټول اختیارات د ولسمشرۍ رهبرۍ شورا ته وسپارل .

ایکناخبری آژانس الجزیره نټ له قوله راپور راکړ،عبد ربه منصور هادي د یوې اعلامیې په صادرولو سره د ولسمشرۍ درست اختیارات ، د رهبرۍ شورا ته وسپارل .

د یمن مستعفی او  فراري ولسمشر همداراز خپل مرستیال علی محسن الاحمر هم له کاره ګوښه کړ.

د ولسمشرۍ د اعلامیې په اساس د رهبرۍ شورابه د یمن  د مستعفی حکومت سیاسی ، پوځي او امنیتی اداره  کول په غاړه لري  او رشاد محمد العلیمي ددغې شورا د مشر په توګه ټاکل شوی دی .

همداراز سلطان عی العراده ،طارق محمد صاح عبدالرحمن ابوزرعه، عبدالله العلیمي باوزیر، فرح سالمین البحسنی،عثمان  حسن مجلی اوعید روس قاسم الزبیدي  هم د دغې شورا نور نور غړي دي .

ددغه راپور په اساس د مشرۍ رهبرۍ شورا د اور بند په باب د یمن له انصار الله غورځنګ سره د خبرواترو مسئولیّت  په غاړه لري .

له دې مخکې د من رسندویو ، د ریاض د چارواکو په سلامشورو کې د منصور هادي له بې درکه کیدا وروسته ، چې د فار خلیج د ملګرتیا شورا  په بلنې سره ترسره شوي ،راپور ورکړی ؤ چې دعربستان چارواکو فیصله کړې ده د یمن فراری ولسمشر چې مودې کیږي ،په ریاض کې ژوند کوي،له خپلې څوکۍ لیرې کړي .

https://iqna.ir/fa/news/4047405/%D9%85%D9%

captcha