ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران داخارجه وزارت داقتصادي چارو سلاکار مهدي صفري زمونږ خبریال ته په مرکه کښې وویل: څلور میاشتې مخکښې د شانګهايي له غونډې او د دغه سازمان د غړو هیوادونو له مشرانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له کتنې وروسته، د ایراني محصولاتو په صادراتو کښې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
صفري زیاته کړه چې ترکمنستان ته د ایران صادراتو په تیرو څلورو میاشتو کښې ۷۰ سلنه، ازبکستان ته ۱۰۰ سلنه، قزاقستان ته ۱۱۲ سلنه او قرقیزستا ته ۶۰ فیصده او هم داشان تاجکستان ته ۱۰۰ فیصده وده لرلې ده.
هغه زیاته کړه چې په دغو څلورو میاشتو کښې د ایران او روسیې ترمینځ د دوه طرفه تجارت اندازه ۶،۴ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې چې ۱،۱ میلیارډ ډالر یې، روسیې ته د ایران د صیفي جاتو یا دالونو په صادراتو پورې اړونده ده.
هغه هم داشان وویل چې له عراق سره د ایران د مبادلاتو اندازه هم ۱۵ میلیارډ ډالرو ته نزدې شوې ده.