ایکنا خبری اژانس راپور راکړ، د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اته دیرشم پړاؤپروګرام اعلان شو ، چې په اساس به ئې په دغې ورځې د زده کونکو او د زیات عمر لرونکو په برخې کې د مختلفو هیوادونو د استازو د اجرا شاهدان ووسو .
په دوهمه شپه د ایران د استازو اجرا ایران د استازو اجرا به ، د روڼ اندو د ټول قرآن د حفظ په برخې کې امید رضا رحیمي د ماښام 43/20 بجې هادي موحد امین د اوقافو د قرائت په برخې کې د ماښام 22.05 بجې وي . همداراز د زده کونکو په برخې کې دغه سیالۍ د افغانستان د استازي په اجرا سره پیلیږي .
د دوهمې ورځې دګډون کونکو اجرا، په ترتیب د زده کونکو قرائت د افغانستان د محمد صادق محمدي ، د اوقافو د ټول حفظ ، دامریکا د حمزه فهزي ، د زده کونکو ټول حفظ ، د ساحل عاج یا ایوري کوسټ څخه د صوابراهیم ، د اوقافو ترتیل د الجزایر د موسی سفاني ، د زده کونکو ټول حفظ د بنګله دیش د صالح احمد تکریم ، د ړندو د ټول حفظ له ایرانه د امید رضا رحیمي ، د اوقافو د قرائت له پاکستانه د محمد وجاهت رضا او دغه راز له یو ګینډا څخه د امان عادل علی او له لیبیا څخه د حمزه محمد المصراتي او د اوقافو قرائت هم د ایران دهادي موحد امین په وسیله ترسره کیږي .
د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو نهائي مرحله له پرون لسم کب څخه پيل شوي او د کب دمیاشتې تر دیارلسمې نیټې پورې هره ورځ له ماښام اوو بجو څخه د شپې تر لس نیمو بجو پورې د هنري حوزې په هال کې ترسره کیږ ي. \