IQNA

په ملایشیا کې صورتي رنګه پوترا جومات په زړه پورې منظرې

تهران (ایکنا) –د ملایشیا پوترا جومات د اسلامی نړۍ یو تر ټولو ښکلی او په زړه پورې جاذبه لرونکی جومات دی،چې په ۱۹۹۷کال کې او د  دملایشیا دلومړني صدراعظم تونکو عبدالرحمان پوترا په نامې سره جوړ شوی دی .

ایکناخبری اژانس راپور راکړ، د ملایشیا د پوترا جومات ،په زړه پورې ودانۍ چې صورتي رنګه بڼه لري،او د جهیل ساحل خوا ته جوړشوی او صورتي  رنګه فضا ئې  ځلا ته ډيره ښکلی او زړه راکښونکي بڼه ورکړې ده  او خلک ځان ته راکاږي .

ددغه جومات د ودانۍ معمارۍ سټایل د ایران دصفویّه دوران  اسلامی معمارۍ څخه سرچینه اخستې  ده او یوه یوسل دولس میټري لوړه میناره لری ، اته واړې ګنبسۍ لري او اصلی ستره ګونبسۍ ئې هم شپږ اویا میټره لوړره ده او اصلی شبستان یا هال ئې  په دولسو ستنو ولاړ دی . د دغه جومات د سړیو په برخه کې  چې لومړنی پوړ دی ، اته زره کسانو دلمونځ اداکولو ظرفیّت لري او دغه راز په دوهم پوړ کې د دوه زره میرمنو په ظرفیّت سره ځائيګې لری او دغه راز پنځه زره کسان هم د جومات په انګڼ کې لمونځ اداکولی شي  په دغه جومات کې ټول ټال  دولس زره لمونځ ګوزار لمونځ اداکولی شي ،چې په ملایشیا کې دوهم ستر او تاریخي جومات حسابیږي .

ددغه جومات په باب یو په زړه پورې انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

https://iqna.ir/en/news/3477609