ایکناخبری اژانس په ایران کې د نجباءد نمایندګۍ له قوله راپور ورکړ، د عراق د نجباء غورځنګ عمومی منشي اکرم الکعبي ټینګار کړی ،دنیا دسعودي عربستان پر جنایتونو سترګې پټې کړي دي ، خو دغه غورځنګ به دآل سعود رژيم د ظلم په وړاندې دکړیدلو ملتونو ترڅنګ ولاړ وي او د دوي چغه به جوړه شي .
اکرم الکعبي په سعودي عربستان کې د بحرین د دوو شیعه ځوانانو لپاره د پانسۍ د فیصلې صادریدا محکومه کړې او د ریاض د رژيم د واکوالانو دجنایتونو په وړانډې ئې دنړیوالو پر انزوا او سترګو پټولو سختې نیوکې کړي دي .
شیخ اکرم الکعبي د پانسۍ دغه فیصله یوه پرنیزه او غیر انساني بللې او زیاته ئې کړې ده،آل سعود رژيم ترڅو پورې په بحرین او سیمې کې د بې ګناه خلکو نسل وژنې ته دوم ورکوي او په دغو جنایتونو باندې به تر څو پورې سترګې پټيږي ؟
د النجباء غورځنګ عمومی منشي د سعودي رژيم له ظلم او جنایتونو څخه کړیدلو ملتونو ته په خطاب کې ووئيل،دغه غورځنګ به د تاسو ترڅنګ ولاړ وي او له تاسو څخه له ملاتړه به لاس په سر نشي .
دسعودي عربستان امنیتی مامورانو ،په ۲۰۱۵کال کې د جعفر سلطان او صادق ثامر په نامو سره د بحرین دوه ځوان اعتراض کونکي وتښتول او په یوه نامعلوم ځاي کې له سلو ورځو ساتلو وروسته زندان ته منتقل کړل . دعربستان یوې محکمې پرون ددغو دوو ځوانو بحرینیانو لپاره دپانسۍ فیصله صادره کړې ده .
https://iqna.ir/fa/news/4028290/واکنش-