ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په افغانستان کی د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي په کابل کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په ځانګړي مرکه کښې ټینګار وکړ که چیرې په افغانستان کښې د داعش فتنه کنټرول نشي دغه فتنه به پیاوړي شي او د هغو هیوادونو جاسوسۍ او استخباراتي ادارې به چې په افغانستان کښې شتون هماغه راز په هیواد کښې فعالیت ولري .
د طالبانو د صفونو د تصفیې کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي له داعش ترهګرې ډلې څخه د خارجي هیوادونو له ملاتړ سره سره په سوریې او عراق کښې د دغه ټروریسټي ډلې ماتي خوړلو ته په اشارې سره وویل نیواکګرانو په افغانستان کښې له ناامنۍ او تاوانونو پرته بل هیڅ بریا نه لرله او د هغوې لپاره یوازې بدنامۍ او ورانۍ پاتې ده .
مفتي حکیم الله حکیمي دغه راز وویل د افغانستان په ټولو ولایتونو کښې د طالبانو له لیکو څخه ناخوښ عناصر ایستل کیږي او تراوسه څه د پاسه دیارلس سوه (۱۳۰۰) کسان ایستل شوي دي .
د افغانستان د موقته حکومت دغه لوړرتبه غړي د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون د جوړیدا د هدفونو په هکله وویل د دغه کمیسیون د جوړولو یو(۱) اصلي هدف د هغو نا خوښو کسانو پیژندل دي چې د طالبانو په نوم سره په دغه ډلې کښې شامل شوي او د خلکو لپاره مشکلات رامینځته کوي .
د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي ټینګار وکړ د دغه ډلې ځواکونه باید پاک وي او په ښه ډول خپل ماموریت ترسره کړي او دغه کمیسیون د افغانستان د خلکو ملاتړی دی .