ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ د لبنان الدیار ورځپاڼې نن په یوه مطلب کې د ځينو خبرو سرچینو له له قوله،د سورئې په وړاندې د ریاض د سیاستونو په باب دسعودي عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له ځينو څرګندونو پرده پورته کړه.
ددغې خپرونې په وینا،محمد بن سلمان په همداوروستیو کې له عربستان ه سره یوه نزدې لبناني شخصیّت ته وئیلي دي ،چې ریاض د سورئې او ددغه هیواد د ولسمشر بشار اسد په باب تیروتنه کړې ده .
د الدیار خپرونې په دغه مطلب کې راغلي دي ،د سعودي عربستان مسئولانو د دمشق په وړاندې د خپلو سیاستونو په تیروتنې باندې په اعتراف سره د لبنان له شخصیّتونو غوښتي دي،څو دسورئې په لور دې بیرته وګرځي .
په همداوروستیو کې هم د عبري ژبې یوې سرچینې خبر ورکړی ؤ ، عربستان له سورئې سره داړیکو دبیرته پيلولو لپاره ددغه هیواد له چارواکو سره په خبرواتروبوخت دی .
وئيل کیږي ، دعربو هیوادونو ځینو چارواکو هم د سورئې له رسمي چارواکو سره په لیدوکاتو کې په مختلفو زمینو کې د دوو اړخیزو ایړکو د پراختیا لپاره خپله دلچسپي اعلان کړې ده .