د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د فرانس د ولسمشر امانوئل مکرون له حکم وروستو او د پاریس په خوا کې د جومات له بندیدو وروستو، د ټولنیزو رسنیو کارونکو یوه ویډیو خپره کړې چې په 2017 کال کې د پاریس په یوه جومات د فرانسوي پولیس برید په نښه کوي.
دا ویډیو ، چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د پولیسو لخوا د جومات د خالي کولو په هکله ده چې درې کاله وړاندې د محکمې په حکم سره په پاریس کې دا جومات بند شو او په کتابتون بدل شو.
د فرانسې ولسمشر تیره اونۍ د فرانسوي ښوونکي تر وژلو وروسته د افراطیانو د نیولو امر وکړ او د پاریس شاوخوا کې د یو جومات د بندولو حکم صادر کړ. د دې حکم په تعقیب کې د دې جومات ټول اکاونټونه او په ټولنیزو شبکو کې حسابونه بند کړې شول.
3930762