د سورئې دبشری حقوقو د دفاع ادارې مرکز نن په یوه راپور کې وئيلي دي،د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک نن د حماه ولایت په الغاب شمالي کې د ترهه ګرو پر مورچلو برید کړی ، چې له امله ئې د ترهه ګرو د شاتګ او د الفطاطره او المنارة کلو د آزادیدو لامل شوی او په دغو عملیاتو کې د تکفیری ترهه ګرو دوه ویشت جنایتکاران هم هلاک شوي دي .
په دغو عملیاتو کې چې د سورئې د پوځ دجنګي الوتکو له بمباریو سره په یووخت وو،یوشمیر نور تره هګر ټپیان شوي او دغه راز د دوي په سترو وسلو سبنال لسګونو ګاډي هم تباه شوي دي .
دسورئې پوځ له پرون راهسې د ترهه ګرو د مورچلو او پټنځایونو په ضدپه مځکنیو او هوآئي غږمله حملو سره حماه ا وادلب ولایتونو شاوخوا ته د جنایتکارو ترهه ګرو د نفوذ خنډ شوی دی .
ترهه ګرې ډلې که څه هم په سورئې بله یوه سیمه هم تر خپل نیواک لاندې نه لري ، خو وخت په وخت د سورئې په مهمو ځایونوباندې غلچکۍ حملې کوي چې هر ځل په شاتنبول کیږي او یو شمیر جنایتکار ئې هم په هلاکت رسیږي.