قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کفیل نړیواله چینل ویبپاڼې نه په نقل، د ایران وتلې خطاط سید علی اصغر موسویان په دې اړه وویل: زه فخر کوم چې دا هدیه د حضرت عباس علیه السلام زیارت ته ډالي کوم او هیله لرم چې دا به له ما نه قبول کړي.
هغه زیاته کړه: د قرآن کریم دا نفیس نسخه په طبیعي جوهر سره چې د ځانګړې هنرمندو له اړخه تیار شوې لیکلې شوې دې.
موسویان وویل: د دې قرآن کریم وزن درې کلو دی او زه د قرآن کریم نورې نسخې لیکلو کې مشغول یم چې نورو زیارتونو ته یی هم ډالي کړم.
د قرآن کریم دا خطي نسخه د قرآن کریم په ۹ ګرانو او نادره نسخو کې شمېرلي کېږي چې د لیکلو کې دوه کاله او هره ورځ ۱۰ ګېنټې کار ورباندې شوي.
هم په دې اړه د حضرت عباس علیه السلام زیارت چارواکو د موسویان نه د دې قران له کوښښ او زحمت نه مننه وکړه تاکید یی وکړو: د دې قرآن اجر او ثواب الله سره دي او د هغه نوم د حضرت عباس علیه السلام زیارت ته ډالي کوونکو کې نوم ولیکلې شو.
د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیارت چارواکو همدارنګه د موسویان دې اقدام نه ستاینې سره د دغه سپېڅلې زیارت له اړخه هدیه ډالي کړه.
د ایران دې ځوان هنرمند د دې کال فروردین میاشته کې هم د امام علی علیه السلام زوکړې کلیزې په ورځ خپل قرآن د حضرت امام علی علیه السلام حرم ته ډالي کړې وو او دا قرآن د حضرت امام علی علیه السلام د حرم موزه کې له عمومي ننداره کوونکو لپاره وړاندې شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3624984