قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Mizzima خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افراطی بودایو او منونکو یی په ۲۸ اپرېل(۸ اردیبهشت) باندې د میانمار په ستر ښار یانګون کې د دوه اسلامی مدرسو مخامخ غونډه پيل کړه او له محلي چارواکو یی دغه دواړه مدرسې بندولو غوښتنه وکړه چې درې ساعت پس چارواکو بودایو ته د دغه دوه مدرسو بندولو اجازه ورکړه او د دغه مدرسو ورونو ته یی تالې او ځنځیرونه واچول.
د بشر حقوق څارنو په دې بیانیه کې لیکلې: د میانمار حکومت باید مذهبی ازادی چې عبادات، مذهبی مراسم او دین اصول ښودو ته شامل ده د هیواد ټولو اوسېدونکو لپاره حفظ کولو متعهد وي.
په آسیا کې د بشر حقوق مرستیال فیل رابرتسون په دې اړه وویل: د محلې چارواکو له اړخه د دوه مدرسو بندیز د میانمار د حکومت د دغه هیواد له مذهبی حقوقو نه دفاع کولو کې لومړۍ ماتې دی.
هغه زیاته کړه: د میانمار حکومت باید زر تر زره د دې دوه مدرسو خلاصولو اقدام او د مسلمانانو لپاره د مذهبی نیوکو مخنیوي وکړې.
رابرتسون څرګنده کړه: چې د میانمار حکومت دی هم دارنګه د بودایی مقاماتو چې د مذهب په نوم باندې د قانون خلاف اقدامات کوې، محاکمه کړي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3597194